د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهره چيانو د ډزو ادعا شوې


د انګور اډې يو پخوانی انځور
د انګور اډې يو پخوانی انځور

د جنوبي وزيرستان د انګور اډې اوسېدونکي ادعا کوي چې د پاکستان پوځ يې پر احتجاجي پرلت ډزې کړې چې پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي.

په احتجاج کې شامل احسان وزیر مشال رېډيو ته وويل چې دوی د اکتوبر له ۱۴مې راهيسې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی چې په ادعا يې د اکتوبر په ۱۶مه امنيتي ځواکونو ورباندې "ډزې" وکړې.

هغه زیاته کړه: "پرون مازیګر پوځيان راغلل، له مظاهرې چارچاپېره یې ګرځبندېز ولګاوه او په خلکو يې ډزې پیل کړې. څوک پر پښو او څوک په لاسونو لګېدلي دي."

احسان وزیر وايي پرلتوالو غوښتنه کوله چې د "پوځ لخوا نيول شوې ودانۍ دې ازادې شي او په امنیتي پوستو دې خلک نه تنګول کېږي."

پوځ د دې تازه پېښې، د مظاهرچيانو د غوښتنو او تورونو په اړه تر اوسه پورې هېڅ نه دې ويلي.

البته د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر عتیق الله وزیر د اکتوبر پر ۱۶مه مشال رېډیو ته وويل چې يو کس په کاڼې لګېدو زخمي شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې هغه د پېښې ځای ته ورځي او هڅه کوي چې د احتجاجیانو غوښتنې واوري او له لوړ پوړو چارواکو سره يې شريکې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر مولانا زینت الله افغان د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي چې دوی به له احتجاجیانو سره د پیوستون لپاره د اکتوبر په ۱۷مه انګور اډې ته ځي.

د پي ټي اېم او ملي جمهوري غورځنګ مشرانو د پېښې غندنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د اکتوبر پر ۱۶مه پر ټويټر پاڼه داسې يوه ويډيو خپرې کړې وه چې په اړه يې نوموړی ادعا کړې وه چې دا د انګور اډې د پېښې ده. په ويډيو کې ښکاري چې پوځيان او خلک منډې وهي او د ډزو غږونه اورېدوول کېږي. خو مشال رېډیو د ويډيو د کره والي تصديق نه شي کولای.

منظور پښتين ليکلي:"ایا په وزیراعظم، عدليه، سياستوالانو او رسنيو کې دومره جرات شته چې پر دې ظلم خبره وکړي."

د جنوبي او شمالي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسونو لخوا د وسله والو د مبینه شتون ضد احتجاجونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG