د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ازبکستانه لومړی تجارتي ټرک پاکستان ته ورسېد


له ازبکستانه په سامان بار لومړی ټرک پاکستان ته ورسېد - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۱۷مې انځور.
له ازبکستانه په سامان بار لومړی ټرک پاکستان ته ورسېد - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۱۷مې انځور.

پاکستان او ازبکستان په لومړي ځل د افغانستان له لارې د مالونو تجارت کړی دی چې د سيمه ييزې اقتصادي ترقۍ لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.

پاکستان د مې پر څلورمه د کراچۍ له بندره د دواګانو يو ټرک د کابل له لارې د ازبکستان پلازمېنې تاشقند ته ولېږداوه او له هغې خوا يوه لارۍ چې له څرمنې جوړ شیان پکې ول د مې پر ۱۳مه له تاشقنده د پاکستان فيصل اباد ښار ته سامان ورساوه.

د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت د هغه پينځه نکاتي پلان برخه ده چې هدف يې په سيمه کې له مختلفو لارو سوداګري زياتول دي.

په افغانستان کې له لسيزو راهيسې روانې جګړې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اوږدمهاله ډېپلوماتيک کړکېچ د سوداګرۍ مخه نيولې ده.

د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا ادارې (يو ايس اې ای ډي) د دې پروژې تخنيکي او مالي مرسته کړې. يو ايس اې ای ډي وايي، د دې ګام مقصد "سيمه ييز تجارت او خپلمنځۍ رابطې زياتول دي."

دا سامان، د ټرانسپورټ په اړه د ګمرکاتو نړيوال تړون ( ټي ای ار) لاندې وړل شوی. دا تړون چې نړيوال ټرانسپورټ او سامانونو وړل راوړل اسانه جوړوي، افغانستان يې په ۲۰۱۳ز کال کې دوباره او پاکستان يې په ۲۰۱۷ز کال کې برخه شو.

د امريکا د سولې په انسټيټوټ کې اقتصاد پوه وېليیم برډ دا يو مهم پر مختګ بللی.

نوموړي د مشال راډيو د خبرونو له مرکزي څانګې سره په مرکه کې وويل "که دا تجارت د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته په غځولو پر مخ ولاړ شي نو دا به د پاکستان او مرکزي اسيا دواړو لپاره ډېره ګټه ولري."

برډ زیاتوي، که دا تجارت په پراخه کچه وده وکړي نو دا به په افغانستان کې له سولې او ثبات سره هم مرسته وکړي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه له لسيزو راهيسې په هغه هېواد کې نيابتي (پراکسي) وسله والو ډلو ته په مالي مرستو تورن شوي. پاکستان د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، خو په وروستيو کې ايران او روسيې هم له هغې وسله والې ډلې سره خپلې اړيکې پراخې کړې دي.

د تجارت او پانګونې لپاره د پاکستان وزيراعظم عمران خان سلاکار رزاق داود له مشال راډيو سره په خبرو کې دا ازمېښتي پروژه کاميابه وبلله. نوموړي د مې پر۲۲مه وويل "زموږ هدف دا دی چې له خپلو غربي او شمالي ګاونډيو سره د اړیکو د لا ښه کولو ترڅنګ تجارت هم زیات کړو. اسلام اباد هیله لري چې په راروانو مياشتو کې به له افغانستان او ازبکستان سره د ترجيحي سوداګرۍ تړونونه (پي ټي اې) لاسلیک کړي."

پاکستان له کلونو راهيسې له خرابو اقتصادي حالاتو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی او له اوږدې مودې راهيسې د منځنۍ اسيا هېوادونو بازارونو ته د لاسرسي په لټه کې دی.

د پاکستانيو رسنيو له راپورونو سره سم، اسلام اباد غواړي چې له ازبکستانه نور شیان لکه سکاره، سره او رخت (کپړه) هم درامد کړي.

ناامني يو "جدي خنډ" دی

شنونکي وايي، په سيمه ييزه اقتصادي نښلونه کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې روانه جګړه ده. او په اپرېل کې د امريکايي او غربي پوځیانو د وتلو تر اعلان وروسته په هغه هېواد کې تاوتريخوالی نور هم زيات شوی دی.

دا څرګنده نه ده چې ایا طالبان به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د تجارت لار، چې د هغوی تر کنټرول لاندې سيمو تېرېږي، ملاتړ وکړي او که څنګه؟

وېليیم برډ وايي، که په افغانستان کې ناامني نوره هم زياتېږي او د امريکايي پوځ تر وتنې وروسته په تشدد کې اضافه کېږي نو دا د هغه هېواد اقتصادي فعاليت او په عمومي ډول د سيمه ييزو اړيکو لپاره "تر ټولو جدي خنډ" جوړېدای شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وياند فواد احمدي په وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي ول چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سامانونو د لېږد لار چې له افغانستانه تېرېږي، به هغه هېواد د سيمه ييز تجارت لپاره پر يوه څلور لاره وربدل کړي.

خو پوهان وايي د افغانستان لپاره د دې ازمېښتي پروژې ګټه کمه ده.

وېلییم برډ وايي، د افغانستان لپاره خپل اقتصاد ته وده ورکول خورا مهم دي، او باید خپل شیان ګاونډيو ملکونو ته په لېږدولو، سوداګري پراخه کړي.

پاکستان افغانستان ته اجازه نه ورکوي چې خپل مالونه د هغه هېواد له لارې هند ته ولېږدوي.

دې حالت ته په کتو، نوي دلي او کابل په ۲۰۱۶ز کال کې د هوايي دهلېز له لارې افغاني توکي هندي بازارونو ته رسول پیل کړل. د دې ترڅنګ نوی دلی، کابل او تهران د چابهار بندر له لارې هم سوداګري کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستيو کلونو کې تجارت تر ډيره حده کم شوی دی او اوس ايران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګريز شریک جوړ شوی.

د ازبکستان هڅې

ازبکستان بحر ته لار نه لري نو ځکه هغه هېواد د پاکستان او ایران له بندرونو سره له مستقیمې رابطې په هڅه کې دی.

داسې انګېرل کېږي چې ازبکستان به له سیمه ییزې سوداګرۍ تر ټولو زیاته ګټه تر لاسه کوونکی هېواد وي.

د روان کال په فېبرورۍ کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو له مزار شريف څخه تر کابله او له هغه ځایه تر پېښوره د رېل پټلۍ غځولو پلان لاسليک کړ.

تاشقند له خپلو جنوبي ګاونډيو ملکونو سره سيمه ييز تجارت ته وده ورکولو لپاره يو لړ موافقې لاسليک کړې دي، خو د ازبکستان د کمپنيانو مشران وايي چې يو شمير خنډونه لا هم شته.

د ازبکستان ټرانسپورټ او لوژيستيک شرکت یوه مشر په وروستیو کې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ویلي ول "په حقيقت کې ازبکستان له پاکستان يا افغانستان سره د سامان د لېږد په اړه هېڅ حکومتي موافقې نه لري او کله چې موږ د دې ستونزو د حل لپاره د ټرانسپورټ له وزارت سره تماس نيسو نو چارواکي تل را ته دا خبره کوي، چې موږ ورباندې کار کوو."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG