د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ جرګه: سیمه کې د امنیت او له افغانستان سره د تجارتي لارو پرانیستل غواړو


د باجوړ مشران وايي، د تورخم، چمن او غلام خان په شان دې د باجوړ په لار هم له افغانستان سره تجارتي لارې پرانیستل شي: انځور له ارشیفه

د باجوړ سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو له حکومته له افغانستان سره د تجارتي لارو د پرانیستلو او سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنې د مې په ۱۳مه، په ناوګۍ کې،د عوامي نیشنل ګوند تر سیوري لاندې په یوه قامي جرګه کې مخې ته راغلي دي.

جرګې ته قامي مشرانو وویل چې د افغانستان سره د کاروباري لارو تړل کېدو له کبله د خلکو کاروبارونه له تاوانونو سره مخامخ شوي دي او د سیمې ځوانان د روزګار لپاره نورو سیمو یا بهرنیو هیوادونو ته په تګ مجبوره دي.


په دې جرګه کې د سیمې د سیاسي، ولسي او مذهبي مشرانو په ګډون ځوانانو هم برخه واخیسته او د یوې اعلامیې له لاری یې له حکومته، افغانستان سره د لارو او کاروبار د پرانیستلو او سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه وکړه.

د جرګې د اعلامیې د وړاندې کولو پر مهال، یو ځايي سیاسي مشر شیخ جهانزاده وویل: "دا جرګه غوښتنه کوي چې د باجوړ د نوا پاس او مومندو لاره او نږدې کنډاوو نه دې په سمدستي توګه د تجارت او اولسي تګ راتګ لپاره پرانیستل شي. دا جرګه په سیمه کې په روانه بدامنۍ د خفګان څرګندونه کوي، سرکار دې په دغه اړه چټک ګامونه پورته کړي. او د ۲۵م اییني ترمیم تر مخه دې قبایلي ضلعو ته په قامي مالیاتي کمېشن کې خپله برخه ورکړل شي."

جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې وفاقي حکومت دې په قامي مالیاتي کمېشن کې قبایلي ضلعو له خپله برخه ورکړي او قیدیان او لادرکه خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي او په سیمه کې دې نوې سرشمېرنه وشي.

د سیمې یو سیاسي او مذهبي مشر مولانا خان زیب، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په سیمه کې د بېقرارۍ له کبله دا لارې د اوږدې مودې راهیسې تړلې پرتې دي چې ورسره دواړو خواوو ته د ولسونو کلتوري او ټولنیز ژوند هم اغېزمن شوی دی.

هغه وايي:

" خواوشا ۱۶ لویې لارې دي چې خلکو به پرې تګ راتګ او روزګار کاوه، که د نوا پاس لاره پرانیستل شي نو تر مالاکنډه به ددې ټولې سیمې خواوشا یو میلیون خلکو له د روزګار بندوبست وشي. دې سره نړیوال تجارت ته هم لاره پرانیستل کېدای شي لکه دا اوس په غلام خان چې تر تاجکستانه او ازبکستانه قافلې روانې دي نو دا دلته په باجوړ کې هم ممکن کېدای شي."

اڅکزی: له افغانستان سره پر پوله ازاد تګ راتګ غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

جرګې دا پرېکړه هم وکړه چې د سیمې د پرمختیا او کاروباري لارو د پرانیستلو لپاره به د ولسي غونډو لړۍته دوام ورکوي او د سیمې په بیلا بیلو برخو کې به د جرګو له لارې په ولس کې د خپلو وسیلو او ستونزو په اړه بیدارۍ پیدا کوي.

په دغه اړه د جرګې یو غړي او د ویلج کونسل لرګمبت چیرمین سراج الدین خان وویل چې د خپلو اییني او قانوني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي: "دا داسې نه ده چې ګینې یوه جرګه وشوه او خبره ختمه شوه. په دې جرګه کې د عنایت کلي د بازار مشر اعلان وکړ چې بله جرګه به راراوانه جمعه په عنایت کلي کې کوو چې په هغې کې به د ماموندو، سلارزو، ناوګۍ، چارمنګ او اتمان خېلو سیمې ټولو مهمو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او که خیر وي دریمه جرګه به بیا په سلارزو کې کوو."

د جرګې د غوښتنو په اړه چې مو د ضلعي انتظامیې د چارواکیو نه پوښتنه وکړله نو دهغوی وینا وه چې دا معامله د دوو حکومتونو تر مینځ ده نو په دغه اړه ټولې فیصلې هم وفاقي حکومت کوي. د ناوګۍ مرستیال کمېشنر بلال ناصر وویل د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د کلیز پرمختیايي پلان لاندی یې په سیمه کې د کاروبار د ودې لپاره هلې ځلې روانې کړي دي خو افغانستان سره د لارو پرانیستلو پریکړه به لوړ پوړي حکومتي او امنیتي چارواکي کوي.

نوموړي زیاته کړه: "دا پوله زمونږ په واک کې نه راځي، دا خو د امنیتي او دفاعي ادارو کار دی. مونږ په غیر مستقیم توګه د تجارت د ودې لپاره دا کوو چې د کلیز پرمختیايي پلان لاندې سړکونه جوړوو او ښارګوټي ښایسته کوو او دا د تجارت او سوداګرۍ په وده کې مرسته کوي. زمونږ د پولې په معامله کې نېغ په نېغه څه کار نه وي."

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اوږدې بیقرارۍ، سیاسي بدلون او د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د ترهګرۍ د پېښو او پوځي عملیاتو له کبله د خلکو ژوند ژواک او کاروبارونو ته لوی تاوانونه رسېدلي دي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د کاروبار او تګ راتګ ډیرې لارې له اوږدې مودې راهیسې تړلي پرتې دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG