د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه د سکرو د درامدولو چارې تېزولو لپاره کمېټي جوړه کړه


د افغانستان په مزار شريف کې د سکرو يو کان کې يو تن کار کوي (انځور له ارشيفه)
د افغانستان په مزار شريف کې د سکرو يو کان کې يو تن کار کوي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د سکرو درامد کولو چارې تیزولو لپاره یې د دفاع وزارت په مشرۍ يوه کمېټې جوړه کړې.

د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د جون په ۲۷مه پر ټويټر ليکلي چې له افغانستانه یې د سکرو درامد کولو او بجلۍ پيدا کوونکو پلانټونو ته د رسولو نظام ښه کولو لپاره د دفاع وزير خواجه اصف په مشرۍ د يوې کمېټې جوړولو امر کړی دی. په بيان کې زیاته شوي‌ چې د افغانستان سکاره د نړۍ په کچه د لوړ معيار دی چې د پاکستان زر مبادلې "ژغورلو لپاره به ګټور" ثابت شي.

د وزيراعظم دفتر ليکلي‌چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستانه به سکاره اوس د ډالرو پر ځای په پاکستاني روپۍ کې اخیستل کيږي چې له وجې به یې په پاکستان کې ارزانه بجلي‌جوړه شي. په بيان کې زیاته شوې چې له دې به يوازې د حب او ساهيوال بجلۍ پيدا کوونکو کارخانو ته د درامد په پيسو کې د کال ۲٫۲ اربه ډالر ګټه ورسيږي.

تر اوسه پورې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سکرو د سوداګرۍ په اړه رسمي تړون نه دی په ډاګه شوی. نه هم دا معلومه ده چې دا سکاره په څو روپۍ اخيستل کيږي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وياند، عصمت برهان ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي چې د پاکستان په ګډون له هېڅ هېواد سره د کانونو د ایستلو هوکړه نه ده شوې خو شخصي کمپنۍ د ځايي کان لرونکو سره تړونونه لري.

هغه زیاته کړه: "له پاکستان سره رسمي قرارداد نه لرو. موږ د ډبرو سکاره په داخلي سکټور پلورو او پر دوی دا بندیز نه لګوو چې چيرته یې يوسي خو چې هر ځای ورته ښه مارکېټ وي هملته پلورل کېږي. نو په اوس وخت کې پاکستان د دوی لپاره ښه مارکېټ دی. اوسمهال په دې برخه کې زموږ نيږدې یو لک هېوادوال په کار بوخت دي. او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، د ډبرو سکاره چې غلام خان بندر ته افغان سوداګر رسوي هلته یو ټن شاوخوا پر هغوی له پنځوس تر پنځه پنځوس زره پاکستاني روپیو پلوري."

برهان دا ونه ويل چې دا کورني شرکتونه کوم او د چا ملکيت دي. د افغانستان د کانونو د کیندنې د قانون له مخې باید له ټولو شرکتونو سره د شویو تړونونو څرنګوالی په ډاګه شي چې د کومو اصولو پر بنسټ چاته دغه قرارداد ورکړل شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان وایي، په ورځني ډول پاکستان ته له لس تر پنځلس زره ټنه د ډبرو سکاره برامديږي خو رویټرز تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له قوله دا اندازه په میاشتني ډول ۵۰۰ زره ټنه یاده کړې وه.

د دې وزارت لخوا مخکيني خپاره شوي معلومات ښيي چې د د جیولوجیکي څېړنو پر بنسټ په ټول افغانستان کې د ډبرو د سکرو اتیا بېلابېلې زېرمې شته چې اوسمهال یې یوازې له ۱۷ زېرمو استخراج روان دی. برهان وايي اوسمهال د ډبرو سکرو په دې ۱۷ زېرمو کې نيږدې ۲۳ عشاریه ۵ میلیونه ټنه سکاره موجود دي.

XS
SM
MD
LG