د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: د سټېټ بانک نویو شرطونو له افغانستان سره تجارت ګران کړی


د پاکستان د کسټم یو چارواکي تحسین الله مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې لړ کې خپلو لوړ پوړو چارواکو سره دا ستونزه شریکه کړې او دوي به پرې سټیټ بانک سره خبرې وکړي.
د پاکستان د کسټم یو چارواکي تحسین الله مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې لړ کې خپلو لوړ پوړو چارواکو سره دا ستونزه شریکه کړې او دوي به پرې سټیټ بانک سره خبرې وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټان او له پاکستانه افغانستان ته مال وړونکي وايي، د پاکستان دولتي بانک یا سټېټ بېنک چې ورته د دوه اړخیز تجارت لپاره کوم نوي شرطونه ایښي دي د هغوی پوره کول ډېر ګران دي.

دوی وایي سټېټ بنک ورته ویلي چې تاسو له پاکستانه کوم مالونه افغانستان ته وړی نو له هغې خوا به یې پیسې درته په بېنک کې لېږل کېږي.

خو سوداګر وایي اوس هلته د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بانکونو نظام هم ګډ وډ شوی او په زره طریقه هم د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د دوی په وینا، د دې له کبله پاکستاني سوداګر له ډیر مشکل سره مخامخ شوي دي.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ یو ایجنټ واحد شینواري مشال راډيو ته وویل، "د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان پاکستان ته له بانک نه بانک ته نیغ په نیغه ټي ټي کول هم بند شوي او بانکونه پر کاونټر هم ډالر نه جمع کوي."

د ده په وینا، له پاکستانه یو ایکسپورټر فارم اي نه شي جوړولای او له افغانستانه بیا یو امپورټر ډالر پاکستان ته نه شي لېږلای.

ده زیاته، "سټېټ بانک وایي چې کله افغانستان نه یو امپورټر پاکستاني ایکسپورټر ته ډالر لیږي نو په تورخم کې به یې په کسټم کې تفصیلات جمع کوي یاني له دې سره به یو خط لیکل کیږي چې دا کوم امپورټر په پاکستان کې کوم ایکسپورټر ته لیږي."

د واحد شنواري په وینا، په کار ده چې دا طریقه اسانه کړل شي ځکه اوس په افغانستان کې داسې څه امکانات نشته چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کاروبار سل په سله قانوني شي.

د خیبر چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز مشر جابر خان وایي دوی له افغانستان سره په قانوني طریقو تجارت کولو ته تیار دي خو چې د قانوني طریقو لپاره ورته اړوند اسانتیاوې برابرې شي.

ده وویل، "۲۰۱۴ کې مو په پاکستاني کرنسۍ دا کاروبار کاوه بیا په هغه کال کې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار وویل چې اوس یې په ډالرو کې کوی نو موږ بیا په ډالرو کې پیل کړ چې د لیږد طریقه یې اسانه وه خو اوس ډېره ګرانه شوې ده."

جابر خان وايي، تر څو چې په افغانستان کې بانکي نظام مستحکم شوی نه وي تر هغې په دې نویو شرطونو سره تجارت ډير ګران دی."

د پاکستان د کسټم یو چارواکي تحسین الله مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې لړ کې خپلو لوړ پوړو چارواکو سره دا ستونزه شریکه کړې او دوي به پرې سټیټ بانک سره خبرې وکړي.

په تورخم کې د کسټم دفتر له معلوماتو سره سم، پخوا به د تورخم پر دروازه له پاکستانه افغانستان ته هره ورځ څه باندې اته سوه ګاډي تلل خو اوس پرې ایکسپورټ یا صادرات راکم شوي او د ورځې شاوخوا درې سوه ګاډي پرې افغانستان ته ځي.

سوداګر وایي د پولې سمبالولو پالیسۍ، سختو کاروباري شرطونو د کورونا د مخنیوي لپاره لګول شوو بندیزونو له امله هم له افغانستان سره د پاکستان تجارت کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG