د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن سوداګر وايي پاکستاني چارواکي یې ځوروي


د چمن پوله تر تورخم وروسته د افغانستان او پاکستان ترمینځ دویمه لویه تجارتي او د تګ راتګ لاره ده - پخوانی انځور
د چمن پوله تر تورخم وروسته د افغانستان او پاکستان ترمینځ دویمه لویه تجارتي او د تګ راتګ لاره ده - پخوانی انځور

د بلوچستان یوشمېر سوداګر وايي، له افغانستان سره د چمن پر پوله له یوې مودې راهیسې واړه سوداګر او عام خلک "ډېر ځورول" کېږي.

دا خبره د پښتون ګرینډ جرګې په نوم د ځايي مشرانو او سوداګرو د یوې ټولنې مخکښه مشرانو د جون پر ۲۳مه په کوټه کې تر احتجاج وروسته خبري غونډې ته وکړه. دوی وویل چې د چمن پر پوله له افغانستان سره سوداګرۍ د پاکستان په "تجارتي او اقتصادي وده کې مهم رول" لوبوي.

خو د دوی په وینا، په وروستیو کې پر پوله د پاکستانیو چارواکو له خوا په ځانګړې توګه د وړو سوداګرو او عام ولس ځورول او ورته د "مشکلاتو جوړول لا زیات" شوي دي.

د پښتون ګرینډ جرګې مشر سردار محمود خان ملېزي مشال راډیو ته وویل، "د کسټم په ګډون د نورو ادارو د بې غورۍ له امله ځایي تجارانو ته هره ورځ لوی مالي زیان رسېږي."

د چمن د سوداګرو اتحادیې یو غړي حاجي رحمت الله پالوان وویل چې د لوی اختر لپاره له باید افغانستانه خورا زیات څاروي درامد شوي وای چې داسې نه دي شوي. ده تور پورې کړ چې پر درامدېدونکو څاریو "لوی ټیکس" هم حکومت ته نه رسېږي.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د چمن پارلېماني استازی او په حکومت د شریک عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د سوداګرو شکایتونو او تورونو پر موضوع په اسمبلۍ کې غږ پورته کوي.

هلته د چمن مرستیال کمشنر یاسر بازي مشال راډیو ته ویل چې د پاکستان مرکزی حکومت له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د چمن پر پوله تجارت له نړیوال قانون سره سم کړي.

خو نوموړي زیاته کړه چې "تر کومه ځايه چې د څارویو خبره ده نو پر هغه به ډېر ژر له افغان چارواکو سره خبره وشي."

په کوټه کې د ګمرکي چارو یا کسټم ویاند ډاکټر عطا الله بړېڅي د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت پر ډېرو داسې توکو بندیز لګولی دی چې د ده په وینا، پخوا به په ناقانونه توګه له افغانستان څخه پاکستان ته لېږدېدل.

د چمن پوله تر تورخم وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه لویه تجارتي او د ولسي وګړو د تګ راتګ لاره ده.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ په سیاسي او سفارتي اړیکو کې بدلونونه اکثر د هغو لارو پر سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ اغېز لري چې له کبله یې د سوداګرو په وینا، دوی او د دواړو هېوادونو تجارت ته ‌"ډېر زیان" رسي.

XS
SM
MD
LG