د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو سوداګرو ته افغانستان ته په روپیو کې د ۱۶ څیزونو د لېږلو اجازه ورکړل شوه


په دغو څیزونو کې وریژې، کبان، غوښه، تازه او وچه مېوه، بیکري ( کیکونه ـ بیسکټونه)، سبزیانې، سېمېنټ، مالګه، اورلګېد، تعمیراتي مواد، رخت او له شیدو جوړ توکي شامل دي.
په دغو څیزونو کې وریژې، کبان، غوښه، تازه او وچه مېوه، بیکري ( کیکونه ـ بیسکټونه)، سبزیانې، سېمېنټ، مالګه، اورلګېد، تعمیراتي مواد، رخت او له شیدو جوړ توکي شامل دي.

د پاکستان حکومت افغانستان ته د ځينو څیزونو په پاکستانۍ کرنسۍ کې د صادرولو منظوري ورکړې ده.

د جنورۍ پر ۲۱مه، د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې دم ګړۍ ته یې لږ تر لږه د ۱۶ څیزونو، په سملاسي توګه، افغانستان ته د صادرولو منظوري ورکړې ده.

په دغو څیزونو کې وریژې، کبان، غوښه، تازه او وچه مېوه، بیکري ( کیکونه ـ بیسکټونه)، سبزیانې، سېمېنټ، مالګه، اورلګېد، تعمیراتي مواد، رخت او له شیدو جوړ توکي شامل دي.

د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ همدا رنګه اعلان کړی چې له افغانستانه د ځڼغوزو ( جلغوزو) په واردولو باندې یې د ریګولیټري ډیوټۍ په نوم ۴۵ سلنه محصول ختم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي راهېسې چې واک طالبانو ته رسېدلی، هلته بانکي نظام غیرفعاله شوی او کاروباریان وايي، اوس ورته په امریکايي ډالرو کې کاروبار کول ګران شوي دي او حکومت له پکار دي چې هغوی ته تر څه وخته پورې په ځايي کرنسیو کې د کاروبار کولو اجازه ورکړل شي.

ګلاب خان یو سوداګر دی چې له پاکستانه افغانستان ته مالونه وړي ـ راوړي، نوموړي مشال راډیو ته وویل:"دا اوس چې حکومت د کومو څیزونو په صادرولو د ډالرو شرط ختم کړی، له دې سره به صادرات یو وارې بیا پیل شي او کاروباري هلې ځلې به زیاتې شي. د ډالرو په ځای به اوس په روپو کې دا کاروبار کېږي، نو دا ستونزه به تر څه حده پورې هواره شي. له افغانستانه په واردیدونکو جلغوزو د محصول ختمول هم ښه ګام دی او ورسره به واردات هم ښه شي."

سوداګر وايي، سټیټ بینک ورته ویلي، واردوونکي به صادروونکو ته امریکايي ډالر د تورخم د کسټم د محکمې له لارې پاکستان ته لېږي خو په موجوده حالاتو کې داسې خطر په خپل سر نه شي اخېستی ځکه چې هلته د امنیت وضع ښه نه ده او څوک په لویه پیمانه د ډالرو وړو ـ راوړو ته زړه نشي ښه کولی.

په تورخم کې یو ځايي سوداګر مجیب شینواري په دې اړه مشال راډیو ته وویل:"د جنګځپلو هیوادونو سرحدونو ته د ډالرو وړل ـ راوړل له خطره ډک کار دی. لومړی خو پکار ده چې بینکونه فعاله شي او که داسې نه کېږي نو بیا دې هغه شرط ختم کړي چې خلک به اول ډالر تورخم ته راوړي او په کسټم کې به یې ریکارډ جمع کوي. زما په خیال هېڅوک به دې ته غاړه کېنږدي."

له پاکستانه افغانستان ته د مالونو وړونکي سوداګر وايي، په تورخم کې د ټرافیکي ستونزو او سختو سفري شرطونو هم د هغوی کاروبار اغېزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG