د لاسرسي ځای

تازه خبر

الکوزی: د افغانستان پر بانکي نظام د محدودیتونو له وجې سوداګري نه کېږي


الکوزی: د افغانستان پر بانکي نظام د محدودیتونو له وجې سوداګري نه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:58 0:00

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې شریک مشر وايي، اسلام اباد ژمنه کړې ده چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې پیدا کوي. خانجان الکوزی له افغان سوداګرو سره د پاکستان په سفر دی او هلته یې د فبرورۍ پر ۱۶مه او ۱۷مه په غونډو کې ګډون کړی دی. نوموړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم باید د پاکستانیو سوداګرو لپاره اسانتیاوې پیدا کړي. الکوزی وايي، نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر بانکي نظام لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي چې افغانان په اسانۍ تجارت وکړای شي. الکوزی وايي، د هغو بندیزونو له وجې افغان سوداګر له نورو هېوادونو سره هم تجارت نه شي کولای چې له وجې یې په هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، امریکا د هغه هېواد د دولتي بانک زېرمې کنګل کړې. د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. له خانجان الکوزي سره ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG