د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر کورنۍ وايي د نوموړي ژوند ته خطر دی


پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ونیو - د ارشیف انځور.
پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ونیو - د ارشیف انځور.

د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر کورنۍ دعوه کړې چې د نوموړي ژوند ته خطر دی.

د وزیر مېرمن سایرې علي او وراره عالمګیر وزیر د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې پولیسو نوموړی د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د زړه ناروغیو مرکز ته وړی وو.

د سایرې علي په خبره، له هغه ځایه علي وزیر ورته ټېلېفون کړی او ورته یې ویلي چې ورته برېښي چې ژوند ته یې خطر دی. خو د کراچۍ پولیس وايي، علي وزیر روغ رمټ دی.

پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین په مناسبت تر غونډې وروسته ونیو او ویې ویل چې دا کار یې د سیند پولیسو په غوښتنه کړی.

د سیند پولیس وايي، پر علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا په تور پرچه دایره شوې.

غورځنګ پر نوموړي لګېدلی تور ردوي.

د سیند پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۹مه علي وزیر په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ او قاضي د پلټنو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی.

سایره علي وايي، مېړه ته یې بايد جسماني ريمانډ ورنه کړل شي ځکه چې هغه کوم جرم نه دی کړی. نوموړې مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې زیاته کړه چې علي وزیر د شکر (ذیابطیس) ناروغي‌لري خو تر دې حده نه ده چې هغه ته دې جدي روغتيايي‌ستونزې جوړې کړي.

د نوموړې په خبره، په ټېلېفوني خبرو کې هغه ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې خراب شوی او د ژوند له ګواښ سره مخامخ دی. هغې زیاته کړه: "ده وویل چې 'ما وژني، په زوره باندې. بيا به د کومې ناروغۍ بهانه وکړي'."

د علي وزیر د پلار او وروڼو په ګډون یې د کورنۍ یو شمېر غړي په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ پر مهال وژل شوي.

د ده وراره، عالمګير وزیر دا مشخصه نه کړه چې څوک یې تره وژل غواړي. نوموړی وايي، د هغه ښځې چې کورنۍ د علي وزیر له اندېښنو خبره کړه نو هغوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون په جنوبي وزیرستان کې له ځینو مشرانو او نورو سیاستوالانو سره رابطې وکړې او ورڅخه یې مرسته وغوښته.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۰مه په بیان کې "د باوري سرچینو" په حواله د وزیر ژوند ته د خطر خبره کړې او د "سیند حکومت، اعلا وزیر او نورو اړونده چارواکو ته یې خبرداری" ورکړی چې د علي وزیر "ژوند ته زیان" به "خورا ناوړه پایلې" ولري.

د علي وزیر ژوند ته د خطر په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر بیان
د علي وزیر ژوند ته د خطر په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر بیان

د کراچۍ د ختیزې ضلعې دوو لوړپوړو چارواکو د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماخوستن د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وزیر روغ دی. دوی وویل، پر نوموړي هېڅ تشدد نه دی شوی او د ډېسېمبر پر ۱۹مه یې د کراچۍ د زړه ناروغیو روغتون ته د "عادي معاینې" لپاره بیولی وو او بیا یې زندان ته یووړ.

په عین وخت کې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ پر ټوېټر لیکلي چې د سیند د اطلاعاتو له وزیر ناصر حسین شاه سره یې خبرې وکړې او هغه د غورځنګ یو بل غړي اصف مسید ته له علي وزیر سره د ملاقات اجازه ورکړه.

داوړ د مسید له خولې ویلي چې وزیر "روغ" دی.

د سیند صوبې حکومت تر اوسه د وزیر د کورنۍ د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د وزیر مېرمن سایرې علي له صوبايي حکومت او د واکمن پیپلز ګوند له مشرانو د مرستې غوښتنه کړې.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کميشن هم په زندان کې د علي وزیر په پاتې کېدو اندېښنه ښودلې. دوی د دیسمبر په ۲۰مه پر ټويټر خپاره کړي بيان کې وويل چې هغه دې ژر تر ژره خوشې شي.

XS
SM
MD
LG