د لاسرسي ځای

تازه خبر

''افغانستان کې نېږدې دوه زره ښځینه خبریالانې بې‌روزګاره شوې''


ارشیف، یوه افغانه خبریاله
ارشیف، یوه افغانه خبریاله

د خپلواکو خبریالانو د دفاعه کمېټه وايي چې په افغانستان کې شااوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي.

له ازادۍ رېډيو سره په خبرو کې دیادې کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په دومره شمېر کې د ښځینه خبریالانو بې روزګاري په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ساری نه لري.

د خپلواکو خبریالانو د حقونو دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې او په رسنیزو فعالیتونو محدودیتونه هغه لاملونه بولي چې په رسنیو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

هاشمي زياتوي: "که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو موږ به له بده مرغه د کار ۵۰ سلنه ځواک چې هغوی ښځې دي، له لاسه ورکړو. د ښځو له حضور پرته د رسنیو فعالیت په دې معنی دی چې په یوه کور کې ۱۰ کسان اوسېږي، له دې ۱۰ کسانو پنځه کسه‌یې اطلاعاتو ته لاسرسی لري، خو پاتې پنځه هېڅ ډول معلومات نه‌ترلاسه کوي."

ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې
ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې

په همدې حال کې په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغان خبریالانې وایي، د طالبانو په بېرته راتګ سره د تېرو دوو لسیزو رسنیزې لاسته راوړنې یې له‌منځه تللې دي.

مریم بارک، هغه افغان خبریاله ده چې د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته‌یې هېواد پرېښود.

مریم د افغانستان په تصویري او غږیزو رسنیو کې د کار شپږ کلنه تجربه لري، خو اوس هغه کډواله شوې.

مریم د ټولو هغو زیانونو پړه پر طالبانو وراچوي چې په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.

دا زیاتوي: "ښځینه خبریالانو په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېری لاسته راوړنې درلودې، خو له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره زیانمنې شوې او ډېری هغه له هېواده وتلو ته اړ شوې او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

دا یوازې مریم نه‌ده، بلکې دا د هغو ۲،۴۰۰ ښځینه افغان ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو غږ دی چې تر څلور میاشتې دمخه‌یې له نارینه خبریالانو سره اوږه په اوږه کار کاوه او د افغانانو غږ یې نړۍ ته رساوه.

شبنم خان دوران بله هغه خبریاله ده چې د مریم له برخلیک سره مخ ده، شبنم ادعا کوي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدل د دې لامل شول چې دا خپله دنده له لاسه ورکړي.

اغلې دوران چې ۱۰ کاله په رسنیو کې کار کړی، په دې وروستیو کې یې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره کار کاوه.

ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې
ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې

شبنم خان د طالبانو د حکومت له راتګ سره له رسنیز فعالیته بې‌برخې شوه او هېواد یې پرېښود.

دا وايي: "دا واقعاً ناورین دی، ښځې باید له پامه ونه‌غورځول شي، په ځانګړي ډول خبریالانې چې د افغانستان، د افغانو ښځو او د هغو کسانو غږ دی چې کولای شي نورې مېرمنې په ښه توګه درک کړي."

ښځینه خبریالانې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانانو غږ نړۍ ته ورساوه، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه‌یې لویې لاسته راوړنې هم درلودې.

اوس‌مهال څه نا څه ۴۰۰ ښځینه خبریالانې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت له لوري د محدودیتونو په راتلو سره د دوی رسنیز فعالیت له ستونزو سره مخ دی.

دغه‌راز د رسنیو د حقونو د دفاع ادارې هم د ښځینه خبریالانو او د بیان د ازادۍ په وړاندې له رامنځته شویو محدودیتونو اندېښنه لري.

محبوبه کریمي چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز غړې ده او اوس هم په افغانستان کې رسنیز فعالیت کوي، د رسنیو او بیان ازادۍ په برخه کې د ښځو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ته په اشارې سره اوسنی وضعیت له ستونزو او کړاوونو ډک بولي.

ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او دوه افغان ښځینه خبریالانې
ارشیف، د یوې افغان سیمه‌ییزې رسنۍ سټوډیو او دوه افغان ښځینه خبریالانې

اغلې کریمي وايي: "د دواړو په اړه اندېښنې شته، هم د هغو کسانو په اړه چې په افغانستان کې پاتې دي او هم د هغو کسانو په اړه چې له افغانستانه وتلي. یو شمېر هغه ښځې چې اوس هم د خبریالۍ په برخه کې کار کوي ورسره په اړیکه کې یو، هغوی وایي چې تر اوسه داسې کوم سم سیستم نه‌شته چې دوی ته په وخت او سم ځواب ورکړي، ترڅو موږ د هغې پر بنسټ راپور جوړ کړو. په ځینو ځایونو کې موږ د دې شاهدان و چې د راپور جوړولو لپاره ښځو ته چېرې د تګ اجازه نه‌ورکوي."

د طالبانو حکومت ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ، خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ټلوېزیونونو پر نشراتو ځیني محدودیتونه لګولي وو چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنې وبللې.

په دغو مواردو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د حجاب مراعتولو او دغه‌شان په تمثیلي ټوټو او ډرامو کې د دوی نه‌څرګندېدل شامل وو.

XS
SM
MD
LG