د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې افغان ښځو ته پر ګواښونو اندېښنه ښوولې


په وروستیو کې په کابل کې ښځینه وو فعالانو د ښځو د حقونو لپاره مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه
په وروستیو کې په کابل کې ښځینه وو فعالانو د ښځو د حقونو لپاره مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې (یو اېن وېمېن) د افغان ښځو پروړاندې پر ګواښونو اندېښنه ښوولې ده.

هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۳مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره د مبارزې اوږده مخینه لري او پر خنډونو سربېره یې خپل غږ پورته کړی دی.

بیان وايي، د ښځو د حقونو لپاره اواز اوچتول یوازې د افغان ښځو کار نه دی بلکې "یو نړیوال مسوولیت" دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې پر داسې مهال د افغان ښځو په ملاتړ بیان خپور کړی چې له رپورټونو سره سم، په افغانستان کې د ښځو او په تېره بیا د فعالانو او بشرپالانو پروړاندې ګواښونه زیات شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ښځینه وو فعالانو یوشمېر مظاهرې کړې دي چې پکې یې د تعلیم، کار او د خپلو نورو حقونو غوښتنه کړې.

فعالانې وايي، د فبرورۍ پر ۱۲مه په کابل کې وسله وال یوه کور ته ننوتل او هلته یې ځینې ښځې وځورولې.

یوې فعالې راضیې بارکزۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، هغه "د امن کور" په څېر ځای وو چې وسله وال ورننوتل او "هغه ښځې چې له خپلو ماشومانو سره هلته ساتل کېدې یې له ځانه سره بیولې دي."

نوموړې تور پورې کړ چې دا کار طالبانو کړی خو د هغوی یوه ویاند بلال کریمي د هغو کسانو د ګرفتاریو په اړه بې خبري ښوولې ده.

رپورټونه وايي، اوسمهال د یوشمېر فعالانو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون شاوخوا ۴۰ کسان ورک دي.

طالبان د خلکو د ورکولو تور نه مني خو په وروستیو ورځو کې یوشمېر ورکې ښځې خوشې شوې او هغوی وویل چې د طالبانو په بند کې وې.

تر دې مخکې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر درېيمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې دا ښځې اکثر بهر هېوادونو ته د تګ لپاره د ده په خبره، د قضیو جوړولو هڅې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د فبرورۍ پر ۱۳مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې څلور ښځینه فعالانې چې تر "اوږدې مودې ورکې" وې او د ځای ځایګي پته یې نه لګېده، ټولې خوشې شوې دي.

یوناما په بیان کې ټینګار کړی دی چې د ټولو افغانانو حقونو ته باید درناوی وشي.

XS
SM
MD
LG