د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغان ښځو بېروزګاري ۱۶سلنه زیاته شوې


د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي. انځور- ارشیف
د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي. انځور- ارشیف

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغان ښځو بېروزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.

د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې سږکال د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.

کار نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نېږدې پينځه سوه زره کاري موقع (فرصتونه) له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې سږکال تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره منع شوې او په دې هېواد کې اقتصادي او بشري بحران پراخ شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG