د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: امریکا او م م سره کار کوم چې افغان نجونې بیرته زده کړو ته ستنې شي


واسنګټن دي سي: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د تعلیم نړیوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ سره د خبریالانو پر وړاندې: ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر
واسنګټن دي سي: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د تعلیم نړیوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ سره د خبریالانو پر وړاندې: ۲۰۲۱، ۰۶م ډېسېمبر

د نجونو زده کړو جهاني مبارزې او نوبېل والې ملالې يوسفزۍ د امریکا د بهرنيو چارو له وزیر انتوني بلينکن سره ليدلي او په افغانستان کې یې د نجونو تعليم او د ښځو کار او حقونو په باب خبرې اترې ورسره کړې دي.

د خبريالانو پروړاندې انتوني بلينکن، ملالې يوسفزۍ ته هرکلی ويلي او د نجونو تعليم لپاره يې د هغې مبارزه ستايلې ده.

بلينکن ويلي، د امریکا او ولسمشر جو بايډن لپاره د ښځو او نجونو تعليم مهم دی او ملاله چې په دغه لړ کې کوم کار کوي هغه د رڼا لار ده.

پر دغه مهال ملالې يوسفزۍ وویل، د تعليم په اړه د ښځو د برابرۍ خبره وشوه، دې وویل دا خبره باید یاد وساتل شي چې له افغان ښځو او نجونو د هغوی د تعليم حق تروړل شوی دی.

ملالې وويل افغان نجونې دا وخت د پوهنتون په کچه له تعليم څخه بې برخې شوي دي او دا له افغان ښځو او فعالو سره کار کوي، دې وویل چې کار کول او تعليم د دوی بنيادي حق دی.

ملالې يوسفزۍ بلينکن ته د یوې ۱۵ کلنې افغان نجلۍ لیک هم ولوستلو.

هغې وويل په خط کې ليکل شوي چې، "تر څومره مودې به د نجونو پرمخ تعليمي ادارې تړلې وي، تر څو به هغوی به له یوه روښانه راتلونکې څخه بې برخې وي، د سولې او خونديتوب لپاره د ښځوتعليم مهم دی، او د ښځو د تعليم لړۍ دوامداره نه ساتل به په افغانستان هم اغېزې کوي. د يوې نجلۍ په توګه، د یوه انسان په توګه زه تاسو ته ویل غواړم چې زما هم حقونه دي. د نړۍ د نورو انسانو غوندې پر امن اوسېدل، تعليم ترلاسه کول او لوبې کول د افغانانو هم حق دی."

ملالې وویل په امریکا او ملګرو ملتونو ټينګار کوي چې په دغه برخه کې په ګډه کار وکړي، چې افغان نجونې سکولونو او کالجونو ته بيرته ولاړې شي، ښځې بيرته کارونو ته ستنې شي، او په انساني بنیادونو دې د دې هدف لپاره اړين او سمدستي ګامونه پورته کړل شي.

یاده دې وي چې د سږني کال پر ۱۵م اګست پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم هغوی ښځې له تعلیم او کار څخه درولې دي چې دې کړنو یې په نړیواله کچه اندېښنې راټوکولې دي.

XS
SM
MD
LG