د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۱ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ بېلابېل بریدونه شوي دي


پخوانی تصویر: يه میرانشا کې يو پاکستانی پوځي په پوځي عملياتو کې د وران شوي کور سره ښکاري
پخوانی تصویر: يه میرانشا کې يو پاکستانی پوځي په پوځي عملياتو کې د وران شوي کور سره ښکاري

د مشال راډيو د راټولو کړو معلوماتو او حکومت له خوا خپرو شوو شمېرو تر مخه په شمالي وزیرستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۴۸ بېلابېلې حملې شوې دي. د اکثرو دې بریدونو ذمه واری تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې.

حکومت د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د دیسمبر تر ۳۱مې پورې په شمالي وزیرستان کې د شویو هدفي بریدونو شمېر۶۰ ښيي خو د مشال راډيو کره معلومات څرګندوي چې دا بریدونه ۶۳ ول. د چارواکو په خبره په دې حملو کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او زخميان شوي دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۴۶ او په ۲۰۱۹ کال کې ۵۱ وو. ډېری هدفي بریدونه په میرلي کې شوي دي.

وسله والې نښتې

مشال راډيو ته رسېدلې سرکاری شمېرې ښيي‌ چې په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې ۴۰ وسله وال بریدونه او د وسله والو او امنیتي سرتېرو ترمینځ نښتې شوي دي چی لسګونه عسکر پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي. په بېلابېلو وختونو کې د ډېریو حملو ذمه واري وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې.

دې ډلې له پاکستاني حکومت سره د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په نهمه د یوې میاشتې لپاره اوربند کړی وو خو نور یې پسې و نه غځاوه او دليل یې دا راوړ چې د پاکستاني امنيتي ځواکونو لوظنامه ماته کړې او د دوی ملګري یې په نښه کړې دي. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي.

د تحریک طالبان پاکستان ګڼ هغه غړي چې په افغانستان کې بنديان ول د اګست په ۱۵مه هلته له زندانونو خوشې شوي دي. پر هغه نېټه طالبانو د افغانستان حکومت ونيو او زندانونه یې مات کړل.

ځمکلاندې بمونه

په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د لويو حملو يوه بله ذريعه ځمکلاندې بمونه وو. د حکومت ورکړې معلومات څرګندوي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په شمالي وزیرستان کې د سړکونو تر غاړې د ۴۵ ښخو ماینونو چاودنې شوې دي. د دې بریدنونو هدف پوځي ګاډي ول چې ګڼ سرتېري پکې وژل شوي او زخميان شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات کړي ول او ويلي یې ول چې ۹۰ فیصده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. خو په وروستیو کې د بې امنيو زیاتېدو له کبله پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په بیا بیا مظاهرې او جلسې کړې دي. دوی پر امنيتي ځواکونو تور پورې کړی چې وسله وال یې له بيا منظمېدو نه دې منع کړي او پر ادعاوو سربېره هم د ټولو وسله والو پر ضد يو شان کارروايي‌ نه کوي.

خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین مشال راډيو ته ويلي چې دوی په حساسو سیمو کې د وسله والو پر ضد عمليات کړي چې ښه نتيجه یې درلودلې. د هغه په خبره، البته د دايمي امن پر ځای کولو لپاره ولسي ملاتړ ته ضرورت لري. يو بل امنيتي چارواکي چې رسنيو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، مشال راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دوی دا کال له ۵۰ زیات وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG