د لاسرسي ځای

تازه خبر

''شمالي وزیرستان کې په رڼا ورځ وسله وال طالبان ګرځي''


د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي په سيمه کې د بد امنيو، کرفيو او په چېک پوستو تلاشيو له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. وزيرستانيانو اندېښنه ښودلې چې په سيمه کې وسله وال بيا تر سترګو کېږي.

د وزيرستان ځوانانو ټولنې يو مشر مصور داوړ د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د دوی په سيمه حېدرخېلو کې وسله وال په رڼا ورځ ګرځي، خلک تنګوي او د شپې مهال ډزې کوي: ''تېره ورځ زموږ په حېدرخيلو کې طالبان په رڼا ورځ ګرځېدل. د خلکو په ټولګو به ورتلل چې دارنګ مالومه کړي چې هغوی يې برداشتوي او کنه؟ ما ترې خپله تصوير واخیست او په ټولنيزو رسنيو کې مې شريک کړ.''

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان منتخب استازی مير کالام وزير وايي اوس هم د دوی په سيمه کې د بد امنۍ پېښې رامنځته کېږي چې بيا ورپسې د انتظامیې لخوا کرفيو لګول کېږي.

نوموړي د نهې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، چې نن هم په خیسور سيمه کې کرفيو ده: ''په دته خېل تحصيل، ګړيوم ، خیسور او له ميرامشا سره نږدې سيمو کې بمي چاودنې او هدفي بريدونه کېږي او ورپسې بيا کرفيو لګېږي. په خیسور کې له څو ورځو راهيسې کرفيو ده خو مالومه نه ده چې دا ولې لګېدلې. د ميرامشا او دته خېل تحصيلونو ترمنځ اوس هم د اتوار پر ورځ له دې کبله کرفيو لګېږي چې پر دې ورځ پوځي قافلې تګ راتګ کوي. په شېراڼو، خدرخېل او داسې نورو پورته سيمو کې پوځي چېک پوستې زياتې دي او د خلکو تالاشۍ هم زياتې اخیستل کېږي.''

خو د قبايلي سيمو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلا کار اجمل وزير دا تورونه رد کړل چې ګنې په شمالي وزيرستان کې وسله وال په رڼا ورځ ګرځي. نوموړي د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په وزيرستان کې لا هم سل په سله امن نه دی پرځای شوی خو حالات د ښه کېدو لور ته روان دي او د تېرو وختونو پرتله ډېر ښه شوي دي: 'لا هم په ځينو سيمو کې په بشپړه توګه حالات ښه نه دي خو په پرله پسې توګه ښه کېږي او د دې مثال د جولای ۲۰ مې صوبايي انتخابات دي چې په پرامنه توګه ترسره شول.'

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي دوی ځکه خپلو سيمو ته ستانه شول چې حکومت د ضرب عضب پوځي عملياتو په نتيجه کې د دوی سيمې له وسله والو پاکې وګرځولې خو اوس د بدامنۍ پېښو بيا انديښمن کړي دي.

ديادونې ده چې په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۸ م کال د فرورۍ له مياشتې راهيسې تر دې دمه شا او خوا ۵۰ هدفي بريدونه شوي دي چې پکې لسګونه عام وګړي او امنيتي سرتېري ژوبل او وژل شوي دي په دې کې د زياتره پېښو زمه واري وسلوالو منلې ده.

XS
SM
MD
LG