د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک وايي، له وسله والو بريدونو وروسته يې امنیتي سرتیري ځوروي


د شمالي وزیرستان خلکو تر دې وړاندې هم د امنیتي سرتېرو له ځورونې شکایت کړی دی. د ارشیف انځور
د شمالي وزیرستان خلکو تر دې وړاندې هم د امنیتي سرتېرو له ځورونې شکایت کړی دی. د ارشیف انځور

د شمالي وزيرستان د خیسور سیمې اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځ د ځايي ولس ځورول پيل کړي او يو شمېر خلک يې له کورونو ايستلي دي.

د دوی په وينا پوځ دا اقدام له هغې وروسته کړی چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د ميرعلي په خيسور کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه. د پاکستان پوځ د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په يو بيان کې وويل چې د دې نښتې پرمهال د هغوی څلور امنيتي سرتيري ووژل شول.

د شمالي وزیرستان یوه څنډه
د شمالي وزیرستان یوه څنډه

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر عبیدالرحمان وزیر د ډېسېمبر پر ۳۱مه، مشال راډيو ته وویل چې له دې پېښې وروسته د امنیتي سرتیرو په ډزو کې یوه ماشومه هم وژل شوې ده.

هغه وايي:

"موږ د امن لپاره د حکومت او پوځ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د عوامو ګټه پکې وي، خو دا خو هډو مناسب نه دي چې دوه ورځې مخکې برید شوی، دوی نن سیمې ته راغلي او له کورونو یې ښځې راویستي دي او ډزې یې کړې دي."

نوموړي وویل، وژل شوې ماشومه جان سده بي بي نومېږي، ۱۲ کلنه ده او د مور په غېږ کې پر ډزو لګېدلې ده.

خو په شمالي وزیرستان کې امنیتي چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي دا عملیات يې په سیمه کې د امنیت لپاره روان کړي دي. یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ولس نه ځوروي، خو خلکو ته هم پکار ده چې وسله والو ته پناه ورنکړي. ده وویل یو وسله وال تن یې په ژوبل حالت کې نیولی هم دی.

امنیتي چارواکي وړاندې دا هم وویل چې د خیسور د مشرانو سره یې په جرګه کې هم خبرې کړې دي او هڅه کوي د ولس له ځورولو پرته امنیتي ګامونه پورته کړي او په سیمه کې ټیکاو راولي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ د ډېسېمبر پر ۳۱مه ادعا کړې وه چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.د پوځ په وینا، دغه وسله وال د امنیتي ځواکونو خلاف په ترهګرو فعالیتونو، هدفي وژنو او د تاوان لپاره د کسانو د تښتونې په پېښو کې ککړ ول. خو وسله والو لا تر دې دمه، په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG