د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پوځ: ميرعلي کې څلور سرتېري او ټانک کې دوه وسله وال وژل شوي


پاکستان پوځ په ټانک ضلع کې د دوو مشکوکو وسله والو د وژنې ادعا کوي. انځور له ارشيفه
پاکستان پوځ په ټانک ضلع کې د دوو مشکوکو وسله والو د وژنې ادعا کوي. انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې نن (ډېسېمبر ۳۱مه) په خپور کړي بیان کې ویلي چې دغه وسله وال د امنیتي ځواکونو خلاف په ترهګرو فعالیتونو، هدفي وژنو او د تاوان لپاره د کسانو د تښتونې په پېښو کې ککړ ول.

په بیان کې راغلي چې له وسله والو یې وسله هم ترلاسه کړې ده. په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ویلي.

بلخوا په همدې بيان کې راغلي چې د پاکستان پوځ پرون (ډېسېمبر ۳۰مه) د شمالي وزیرستان په میرلي کې د وسله والو پرضد په یوه کارروايي کې یو مشکوک وسله وال نیولی دی. په بیان کې ویل شوي چې پر دې مهال له وسله والو سره په نښتو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG