د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي بریدونو کې دوه تنه وژل شوي


د شمالي وزیرستان بې کوره شويو په زرګونه کورونیو خپلې کډې له تېرو څو کلونو راهیسې په پکتیکا کې اړولې دي.
د شمالي وزیرستان بې کوره شويو په زرګونه کورونیو خپلې کډې له تېرو څو کلونو راهیسې په پکتیکا کې اړولې دي.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو په دوو پېښو کې دوه تنه وژل شوي دی.

د ځايي پولیسو او ضلعي انتظامیې چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط پرون مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په سپینوام کې پر عمر دراز نومي کس ډزې وکړې او و یې واژه.

بلخوا د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۰مه سهار مهال د دته خېلو په برمند کې د عیدمار خان په نوم د یوه کس مړی موندل شوی دی.

د چارواکو په خبره، وسله والو عیدمار خان د اکتوبر پر نهمه شپې مهال له جوماته وتښتاوه او سهار یې مړی وموندل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې عمر دراز او عیدمار خان چا او ولې وژلي دي او د وژنې ذمه واري یې هم لا چا نه ده منلې.

خو په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې هدفي بریدونه روان دي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

له تازه پېښو سره په ضلع کې سږکال د هدفي بریدونو شمېر ۵۲ ته ورسېد.

دته خېل کې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي ډېری وګړي لاهم خپلو سیمو ته نه دي ستنول شوي او دا مهال له خپلو کلیو بانډو لیرې د کرایې په کورونو، پنډغالو (کیمپونو) او له خپلو خپلوانو سره د کډوالۍ ژوند تېروي.

د پاکستان ناروینونو سمبالولو اداره (پي ډي ایم اې) ترمخه له دوی سره د شمالي وزیرستان ۱۵،۲۰۰ بې کوره کورنۍ دي چې ۲،۰۰۰ زره یې پکې د بنو بکاخېلو په کیمپ کې مېشت دي او له دوی سره د نړیوالو په ملاتړ مرستې کېږي.

شمالي وزیرستان له افغانستان سره جوخته سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د القاعده خارجي او د افغان طالبانو حقاني شبکې خوندي مرکزونه پکې پاته شوي دي. په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد پکې د ضرب عضب نومی عملیات کړي او دغه سیمې یې له وسله والو پاکې ګرځولې خو بیا هم له دغه سیمو د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کېږي.

د روانې اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه هم شېوه سیمه کې د یو ځایي مشر ملک ریمال په ګاډي کې چاودنه شوې چې یو تن پکې وژل شوی او نور ژوبل ول.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې یو بله پېښه د اګست پر ۲۷مه نېټه د میرلي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د ناامنې ضد یوه ځايي مخکښ او د وزیرستان ځوانانو غورځنګ مشر نوراسلام داوړ وژل شوی وو.

د وزیرستان ځوانانو غورځنګ، پښتون ژغورنه غورځنګ، سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د نوراسلام داوړ د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او د هغه د قاتلانو د نیولو، په وزیرستانونو کې د هدفي وژنو او د ناامنۍ د مخنیوي غوښتنې یې کولې.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک د شمېرو ترمخه سږ کال تر دا مهاله څه نا څه ۵۲ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي او تر ضرب عضب عملیاتو پس ۴۰۹ تنه د هدفي بریدونو ښکار شوي چې پکې د سیمې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.

د سرکاري شمېرو تر مخه په دې تېره یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو درې بېلا بېل بریدونه شوي چې پکې د پاکستاني پوځ اووه عسکر وژل شوي دي. دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په سپینوام او دوڅلي سیمو کې شوي چې زمه داري تحریک طالبان پاکستان اخیستې ده.

د تیرې جمعې په ورځ (د اکتوبر پر لومړۍ نېټه) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټېلېويژن سره په مرکه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ول: "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زموږ له حکومت سره خبرې وکړي. موږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده." خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي ول د حافظ ګل بهادر ډلې د ۲۰ ورځو ډزبندي اعلان کړې.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو میندو او پلرونو له حکومته غوښتي دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره دې مذاکرات نه کوي. د دوی په وینا چې هغوی دې د بښلو پرځای عدالتونو ته راکاږي.

طالبان دې د بښلو پرځای عدالتونو ته راکښ کړل شي: د ارمي پبلک سکول د برید ښکار کورنۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

XS
SM
MD
LG