د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په ۲۴ ساعتونو کې دویمه هدفي وژنه


په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار احتجاجونه شوي دي:عکس-ارشېف
په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار احتجاجونه شوي دي:عکس-ارشېف

د شمالي وزيرستان پولیس وايي، په میر علي کې نامعلومه وسله والو يو ځايي کس وژلی دی.

د پولیسو يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې د حسو خېلو فضل رحمان نومې کس د اګست پر ۲۳مه سهار نامعلومو وسله والو په ‌ډزو وواژه او د پېښې له ځای وتښتېدل.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دويم کس دی چې په ميرعلي کې په نښه کېږي. د اګست پر ۲۲مه نېټه په ميرعلي کې د حېدرخېلو يو بل اوسېدونکی حسن خان هم وسله والو وژلی وو.

د میرعلي پولیسو دې چارواکي وويل چې د فضل رحمان د وژونکو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې پیل شوې دي. پوليسو د حسن خان د مرګ مقدمه هم درج کړې وه او ويلي يې ول چې د پېښې پلټنې او د قاتلانو لټون يې پیل کړی دی. خو دوی لاتراوسه څوک نيولي نه دي.

تر دې مهاله د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په روان کال کې ۳۹م کس دی چې نامعلومه کسان يې وژني خو تراوسه پورې د وژنو په تړاو هيڅوک نيول شوی نه دی. څو ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفیع الله ګنډه پور خبريالانو ته ويلي ول چې د هدفي بريدونو پلټنې به کوي، ککړ کسان به نیسي او سزا به ورکوي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي چی د هدفي وژنو يوه نه ختمیدونکی لړی روانه ده چې له کبله يې خلک د ځان د امنيت په اړه اندېښمن دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم په شمالي وزيرستان کې ۶۴ کسان په نښه کړل شوي ول خو پکې لاس لرونکي يو کس نه وو نيول شوی. د شمالي وزيرستان د مختلفو سيمو خلکو په سيمه کې د امنيت لپاره په وار وار مظاهرې، احتجاجونه او پرلتونه وهلي دي. حکومت ورسره په تړونونو کې ژمنې هم کړې خو د خلکو په خبره وروسته بیا دغسې پېښې تکرار شي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات کړي وو چې په نتيحه کې يې تر يو ملين زیات کسان بېکوره شوي ول. وروسته پوځ اعلان وکړ چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې چې څه موده پس د بېکوره شوو خلکو ستنېدل پیل شول.

خو ځايي خلک ادعا کوي چې په ځینو سيمو کې وسله وال بیا منظم شوي دي. حکومت وايي چې د وسله والو پرضد ځانګړې عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG