د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: ریاست د سختدريځۍضد مبارزې لپاره تیار نه دی


لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان احتجاج: تصویر له ارشیفه

پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي چې ریاست د سختدريځۍ پرضد د مبارزې لپاره مکمل تیار نه دی او د دې لوی ثبوت له تحریک لبیک پاکستان ډلې سره په معامله کې د ریاست پر شا کېده دي.

د نومبر په ۱۸مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد جوړې شوې یوې مشاورتي غونډې ته په خپله وينا کې چودري زیاته کړه. نه ریاست او نه حکومت د سختدريځۍ پرضد جګړې لپاره هغه هومره تیار دی، څومره چې ورته ضرورت دی.

هغه وویل: ((په دې نېږدو کې موږ وکتل چې څرنګه ریاست پر شا شو، دا هر څه د هغه ټایم بم د چاوديدو نشاندهي کوي چې ستنه يې د ټک ټک اواز سره غږېږي، زه دلته دا خبره هم واضحه کومه، چې په پاکستان کې د سختدريځۍ لویه وجه مذهبي مدرسې نه بلکې سکولونه او کالجونه دي، نو زه دا ویل غواړم چې که ریاست خپله عملداري پرځای نه کړي نو ډېر ژر به ریاست تر پوښتنو لاندې راشي، ځکه چې موږ اوس ورو ورو د خانه جنګۍ پر خوا روان یو، نو داسې به د ریاست واک ختم شي او [سختدريځه] ډلې به د ریاست واک او چارې په لاس کې واخلي.))

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په هغه هېواد کې يوې مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د اکتوبر له ۲۲مې د احتجاج لړۍ د لاهوره پیل کړه او د راپورونو له مخې امنيتي ادارو سره يې په نښتو کې يوشمیر پولیس واله ووژل، ګڼ نور يې ژوبل کړل او سرکاري املاکو ته يې د حکومت په خبره د کروړونو روپو زیان ورسولو.

دغې ډلې غوښتنه کوله چې ګرفتار مشر سعد رضوي دې خوشې، په هیواد کې د فرانس سفیر دې له ملکه بې دخله او په ډله دې یې سرکاري بندیز ختم کړل شي. حکومت د یوې پټې لوظنامې له مخه په دغه ډله بندیز ختم کړو او مشر سعد رضوي یې د نومبر په ۱۸مه د لاهور له کوټ لکپت زندانه خوشې کړ. د راپورونو له مخه دا ډله د ملک نه د فرانس د سفیر د بې دخلۍ د غوښتنې نه پر شا شوې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د حکومت یو ذمه وار واکمن ولې د سختدریځۍ پرضد د ریاست د کمزورۍ ذکر په ډاګه کوي، په ځواب کې ي څیړونکې امتیاز عالم وايي چې د فواد چودري دا اعترافي بیان په حقیقت مبني دی او دا بیان په اصل کې د سختدريځۍ پر ضد د ریاست د شکست اعتراف دی.

نوموړی زیاتوي، دلته د ریاست نه مراد د پاکستان امنيتي ادارې او پوځ دي، حکومتې کچه وړه وي او د ریاست کچه لوړه وي نو هغوی[ریاست] اوس د سختدريځو پر ضد نه شي درېدلی.

څېړونکي امتیاز عالم په خپلو خبرو کې وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې روانې دي، نو که د دې خبرو په نتيجه کې له ټي ټي پي هم بندیز لیرې شو او معافي یې ورکړه نو بیا به[ ریاست] نورو ترهګرو ته هم په معافۍ مجبوره شي،که دا لړۍ روانه شوه نو په دې سره دوی پاکستان کوم لوري ته بيول غواړي؟

فواد چودري په خپله دغه وينا کې په پاکستان کې د سختدريځۍ تر شا د وجوهاتو، د دې له امله د هېواد سیاسی، سماجي او انتظامي ډانچې ته د نه پوره کېدو زیانونو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند صوبو په درېوو پېړیو مبني د روادارۍ، ورورولۍ، مذهبي او مسلکي برداشت ذکر هم وکړو ، هغه وويل د مذهبي سختدريځۍ جرړې خو د موجوده هند په سیمو کې وې. د موجوده پاکستان سیمې له سختدريځۍ پاکې وې.

چودري وويل چې د سخت دريځۍ د مفکورې پرضد یوازې ټولنه د برداشت بیانیه رامنځته کولی شي، خو ایا موجوده ټولنه کې دا توان شته چې خپله ماضي راژوندۍ کړي؟ په ځواب کې يې د پیښور پوهنتون استاد ډاکټر زاهد انور وايي څنګه چې په سماج کې د سختدريځۍ د مفکورې د ټومبلو لپاره په ۹۰مه لسیزه کې نړیوالو مشترکه کار کړی وو اوس د دې د خاتمې لپاره هم په ګډه د کار ضرورت دی.

((په سیمه کې چې کوم عدم برداشت او ترهګري ده، که موږ غواړو چې په ټولنه کې ورورولي، سوکالي، برداشت او دوستي راشي، نو دا به وخت اخلي خو د دوام داره امن او څوکالۍ لپاره د اجتماعي هڅو او مالي مرستو ضرورت دی، دا د یو هېواد او یوې ادارې د وس کار نه دی، که د سیمې او نړۍ مالداره هیوادونه او ادارې امن، برداشت او ورورولي یو مشترکه منصوبه وګرځوي نو په نتيجه کې به سختدريځي کمزورې او ټولنه او جمهوري ادارې پیاوړې شي.))

فواد چودري په خپله وينا کې وويل چې سختدريځه نظریه بده خبره نه ده خو په یوه مفکوره باندې ولاړ پاتې کېدل او هغه مفکوره په ټولنه په زوره منل دوه مختلف طرز عمل دی، هغه زیاته کړه چې که په ټولنه کې هر څوک خپلې نظريې او مفکورې په يو بل په زوره منل پیل کړي نو د ټوپک او تشدد رجحان به پیاوړی شي. هغه وویل چې د ریاست دا بنیادي ذمه واري ده چې هېچا ته دا اجازت ورنکړي چې د تشدد له لارې خپله نظریه په بل چا ومني.

XS
SM
MD
LG