د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزيرستاني کډوالو د واپسۍ اخري مرحله پېل شوې


وزیرستانيان په خوست کې
وزیرستانيان په خوست کې

د خيبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې اداره وايي چې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب عملیاتو په نتيجه کې افغانستان ته اوړيدلي د شمالي وزیرستان ټول کډوال خپلو سیمو ته ستنوي.

د افتونو سره د مبارزې په اداره کې د بیا ابادکارۍ او د کډوالو د څانګې مرستیال مشر عادل ظهور د دیسمبر په ۱۱مه مشال راډیو ته وويل چې مخکې هم په يو شمیر پړاونو کې تر پنځو زرو کورنۍ د عليزو او غلام خان له سرحدي لارو پاکستان ته تللي خو اوس به پاتې ټولې ستنيږي.

هغه زیاته کړه: ((د ديسمبر له لسمې دا بهیر پيل شوی. په اوله ورځ اته ديريش کورنۍ واپس راغلې او په غلام خان دروازه ورته چارواکو هرکلی ویلی. دوی سره دا زموږ کلکه ژمنه ده چې دا ځل به پاتې ټولې کورنۍ پاکستان ته راولو. د کومو کورنيو چې خپلې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي هغوی به خپلو سیمو ته استوو او د کومو کورنيو سیمې چې د اوسیدو جوګه نه دي هغوی به په بنو، ډيره اسماعيل خان، لکي مروت او نورو سیمو کې اوسیږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴م کال د جون په ۱۵مه پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل چې له وجې يې د حکومتي شمیرې له مخه نيږدې اته لکه خلک په کډوالۍ مجبوره شول. په دغو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ افغانستان ته اوړيدلې وې او نور د خيبر پښتونخوا ځينو سيمو ته کډه شول.

د ۲۰۱۵م کال د اپريل له لومړۍ نيټې څخه د دغو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنیدو بهیر پیل شو خو افغانستان ته کډه شوو وزيرستاني کډوالو خپلو سیمو ته د ستنیدو لپاره اووه کاله په انتظار تیر کړل.

مشال راډيو سره په خبرو کې عادل ظهور زیاته کړه چې څه موده مخکې د پي ډي ايم اې د چارواکو يوه ډله افغانستان ته ورغلې وه او هلته یې د راستنيدونکو کډوالو څه دپاسه شپږ زره کورنۍ رجسټر کړې وې.

خو د ديسمبر په ۱۱مه مشال راډيو سره په خبرو کې په خوست کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو رییس مولوي احمد احمدي د دغو کورنيو کره شمیره ۸۰۲۷ یاده کړه. د احمدي په خبره دا کورنۍ په ګربز، سپیرې، لکڼو، ګلانو کيمپ او د خوست په مرکز کې اوسيږي. نوموړي زیاته کړه: ((د وزيرستان دې خلکو دلته ډير ښه وخت تېر کړ. خلک ورته احترام لري او خفګان له یې نه دي ورکړي. اوس یې چې پاکستان د بېرته ستنولو کولو کوم ترتيب برابر کړی نو دا د دوی خوښه ده چې کله ځي.))

په خوست کې د دې خلکو سره د بېلابېلو غېرسرکاري ادارو لخوا مرستې هم کېدلې. مشال راډيو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د خوست د والي مرستیال مولوي محمد انور دين پرور وويل چې څو ورځې مخکې يوې غیر دولتي ادارې د وزیرستان ۸۰۲۷ کورنيو لپاره مرستې وروړي وي. د هغه په وينا هرې کورنۍ ته ۳۴۵ امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.

په خوست کې مو ډير ښه وخت تېر کړی. وزيرستان ته په خوشالۍ روان يو
عنايت خان

د دې کډوالو زياته شمېره د شمالي وزیرستان تحصیل دته خيلو د شیراني مده خيلو، خدر خيلو او محمد خيلو سره تعلق لري.

د دوی سیمې تر دا مهاله تصفیه شوي نه دي او پکې د ژوند بنیادي سهولتونه نشته خو د زوي سیدګۍ اوسیدونکي عنایت خان د بنیادي سهولتونو د نشتوالي باوجود، خپل کلي په تلو خوشاله دی. هغه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: ((دلته [خوست] کې مو ډير ښکلی وخت تير شو، اووه اته کاله مو تير کړل. هېچا موږ ته څه بده خبره نه ده کړې. يوه پښتو او يو دود دستور مو پالی دی. موږ له دوی خوشاله يو او په خوشالۍ خپلې سيمې ته ځو.))

د افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې لخوا مشال راډيو ته ورکړل شوي معلومات ښيي چې په تحصیل دته خيلو او د دې کډوالو په نورو سیمو کې د ۱۹ اربو روپو په لګښت د سکولونو، جماعتونو، لارو، د څښلو د اوبو او يو شمیر نور د بنیادي سهولتونو برابرولو کار روان دی.

د دې ادارې په خبره کله چې خلک ستانه شي نو د ړنګو شوو کورونو د بيا جوړولو لپاره به يوه سروې کيږي.

خوست کې له وزیرستانیو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د نقدي مرستو وېش پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG