د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست میشتي وزیرستاني کډوال د غلام خان لار خلاصېدل غواړي


په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران د دوی د تګ او راتګ په مخکې د غلام خان لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران د دوی د تګ او راتګ په مخکې د غلام خان لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو مشران غوښتنه کوي، چې د دوی د تګ او راتګ په مخ دې د غلام خان لاره پرانیستل شي.

دوی د اکتوبر پر ۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د غلام خان لارې بندېدو دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او حتا نشي کولای په اسانۍ خپل بیماران د درملنې لپاره بوځي.

وزیرستاني کډ‌وال له دوی سره کېدونکې مرستې هم لږې بولي او زیاتوي، چې د دوی پوره ګوزاره ورباندې نه کېږي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، سره له دې چې په اوس وخت کې د غلام خان لار یوازې د سوداګریزو توکو د وړلو او راوړلو لپاره ده، خو بیا هم دوی اړمنو وزیرستانیو کډوالو ته د تګ او راتګ زمینه برابره کړې ده.

په خوست کې د وزیرستان کډوالو مشران د دوی د تګ او راتګ په مخکې د غلام خان لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، نشي کولای د غلام خان پر لاره په اسانۍ خپل ناروغان د درملنې لپاره بوځي یا د نورو ضرورتو لپاره تګ او راتګ وکړي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل: "موږ د افغانستان د طالبانو له حکومت څخه دا غوښتنه ده چې دا د غلام خان لار د ډېر وخت نه راپدېخوا بند ده، د روغ او رنځور لپاره دې موږ ته دا لاره خلاصه کړي، په خوست کې پرتو کډوالو ته ډېر تکلیف دی، ډېر د مشکلو سره مخامخ دي، چې بیمار ولري، د بیمار لار نه شي پیدا کولی، د روغ لار يې نشته، غوښتنه مو داده چې دا لار ژر نه ژر موږ ته خلاصه کړي. "

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر مولوي جلال الدین وايي، که د غلام خان لاره د ټولو خلکو پرمخ خلاصه شي، ډېره به ښه وي او که داسې نه کیږي، نو که د اړمنو خلکو او بیمارانو په مخکې خلاصه شي، بیا به هم د دوی څه نا څه ستونزې ورسره حل شوي وي.

د لټکو د مچه اوسېدونکی غلام خان وايي، وزیرستاني کډوال په دې هیله دي، چې نور خپل کور او کلي ته د واپسۍ زمینه ورته برابره شي: "موږ ته چې د غلام خان لاره ژر نه ژر خلاصه شي، ځکه موږ سخت د مشکلو سره مخامخ یو، خویندې میندې مو د خپل وطن په تمه دي، چې موږ وطن ته تللي، موږ د دې لارې خلاصول غواړو، چې نور په عزت سره خپل کلي او وطن ته ستانه شو . "

د میرعلي اوسېدونکی امان الله داوړ چې دا مهال په ګلان کېمپ کې اوسیږي وايي، اوس ورته نیمايي مرسته هم نه ورکول کیږي.

نوموړی له نړیوالې ټولنې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنری او طالبانو غواړي، چې دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو پوره، پوره مرستې وکړي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، چې وزیرستانیو کډوالو سره د اوسنیو امکاناتو په چوکاټ کې مرستې کیږي او دوی هڅه کوي چې ډونران کډوالو سره ژمنیو مرستو ته وهڅوي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول اخترمحمد عکرمه وویل: "وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو بهیر روان دی او هغوی ته د اوسنیو امکاناتو په انداره چې نړیوالې موسسې يې لري، مرسته ورکول کېږي، په نېږدې راتلونکې کې سلګونو وزیرستانیو کډوالو ته د سرپناوو یا شلټرو ویش په پلان کې دی، موږ هڅه کوو موسسې وهڅوو چې دوی سره د ژمنیو توکو مرستې هم وکړي. "

د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي بیا وايي، د غلام خان لاره که څه هم په اوس وخت کې د سوداګریزو توکو د وړلو او راوړلو لپاره ده، خو له دې سره، سره مسوولین هڅه کوي، چې ډېرو اړمنو کسانو او هغوی چې ناروغان لري، د تګ او راتګ اجازه ورکړي.

دوی وايي، د وزیرستانیو کډوالو ناروغان په امبولانسونو کې د میرانشاه روغتون ته لیږدول کیږي او تر درملنې وروسته يې بیرته واپس کوي.

د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په پیلیدو سره د یادو سیمو لکونه خلک یو بل ځای کډوال شول، چې له هغوی زرګونه کورنۍ يې خوست او د پکتیکا برمل ولسوالۍ او لمنې ته هم واوښتې.

که څه هم د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ په څو پړاونو کې خپلو سیمو ته ستنې شوي، خو تر اوسه هم په دې دواړو ولایتونو کې د وزیرستانیو کډوالو خواوشا لسګونه کورنۍ میشتې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG