د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني ماشومان وايي، د دوی ښوونځي دې نه تړل کېږي


د افغانستان د خوست ولايت په ګلان کېمپ کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ماشومان، زده کوونکي او ښوونکي له افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې له مرستندویه ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې په دې کېمپ کې دې ماشومانو ته د زدکړو د دوام زمینه برابره کړي.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC د وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورساوه، چې له کبله يې تر پنځم ټولګي پورې د دوی نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.


یادې موسسې له اوو کلونو راهیسې د ګلان کېمپ په پنځو بېلابېلو ځایونو کې وزیرستانیو نجونو او هلکانو ته ښوونځي جوړ کړي ول.

د اپرېل پر دریېمه د زده کوونکو د کلنیو پایلو د اعلان په پار هغه غونډه چې په خپله وزیرستانیو کډوالو رابللې وه، په ګلان کېمپ کې د NRC د ښوونځي سرښوونکي عبدالله وزیرستاني پکې مشال راډیو ته وویل، د ناروې د کډوالو شورا د ۵۸ ټولګیو لپاره ۱۰ ښځينه او ۴۸ نارینه ښوونکي ګمارلي ول، چې د مارچ پر ۳۱ مه يې قرارداد ختم شو:

"د اېن،ار،سي په نوم یوې موسسې زموږ سره اووه کاله خدمت وکړ، خو د مارچ پر ۳۱يې قرارداد ختم شو. زموږ سره له اول تر پنځم ټولګي پورې زده کوونکي دي. چې کوم لوړ صنفونه دي له ۶ تر ۱۲ پورې، دا موږ قبایلو لیسې ته ورکوو، یا موږ ته په کېمپ کې یوه لیسه جوړه شوې هغې ته يې ورکوو، خو تر پنځم ټولګي پورې چې کوم ۱۵۰۰ زده کوونکي دي، هغه بې برخلیکه پاتې کیږي."

زده کوونکي انصاف الله غونډې ته په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې دوی ته دې د تعلیم د دوام زمینه برابره کړي.


ده وویل، که چیرې د دوی ښوونځي وتړل شي، نو دا یو نیم زر نجونې او هلکان چې عملاً په زده کړو بوخت ول، له تعلیمه به پاتې شي.

د سراج په نوم یو بل کډوال زده کوونکي هم د دوی د ښوونځیو د بیرته پرانیستو هیله وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې د پخوا په شان دې دوی ته کتابونه، همداشان نور ښوونیز توکي او ښوونکو ته تنخواوې ورکړل شي.

په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو مشران هم وايي، که چیرې د دوی ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره نه شي، نو د دوی راتلونکی به زیانمن شي.


ملک جمشید مسید وویل:"زموږ سره په پنځو موقعيتونو کې ۱،۵۰۰ نجونې او هلکان سبق وايي او دا له کله چې د ناروې د کډوالو شورا NRC قرارداد ختم شو، نو دا ټول بې برخلیکه پاتې شول، موږ په خاص ډول د افغان دولت، ورسره د یو اېن اېچ سي ار او نورو موسساتو څخه غواړو چې دا زده کوونکي دې بې برخلیکه نه پریږدي، ځکه چې د دوی مستقبل ضایع کیږي، ځکه د لارې پته نه لګیږي، چې کله به خلاصه شي، نو دوی چې بې تعلیمه پاتې شي، ډېر ورته نقصان دی، ښکته موږ ته د تعلیم موقع نه وه راکړل شوې، اوس چې دلته د تعلیم موقع برابره شوه، دا دې بیرته نه راڅخه اخلي."

د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د "ضرب عضب" پوځي عملیاتو له کبله لکونه کورنۍ بې ځایه شوې، چې یوه برخه يې خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

که څه هم د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ په څو پړاونو کې بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم په خوست کې د دوی خواوشا ۸،۰۰۰ کورنۍ پاتې دي.

XS
SM
MD
LG