د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خوست په لار تاجکستان ته مالونه لېږدول شروع کړل


پاکستان د خوست په لار تاجکستان ته مالونه لېږدول شروع کړل
پاکستان د خوست په لار تاجکستان ته مالونه لېږدول شروع کړل

د فبرورۍ پر ۱۲مه، د پاکستان څخه په څو لویو موټرو کې د بیلابیلو توکو لومړنۍ ترانزیټي محموله د غلام خان له لارې خوست ته ورسیده.

د افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازي محمد صادق د فبروري پر ۱۳مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د غلام خان له لارې د سامانونو لومړي ټرکونه د فبرورۍ پر ۱۲مه منځني اېشیایي هېوادونو ته روان شول. نوموړي لیکلي دا له پاکستانه افغانستان ته او له له هغې اخوا هیوادونو ته تر ټولو لنډه لار ده. محمد صادق لیکلي چې په خوست ولایت کې خلک دغه پرمختګ ته ډېر خوشاله دي ځکه چې دا به په خوست او وزیرستان کې د خلکو د روزګار یوه ذریعه جوړه شی.

د توکو یاده محموله، چې غلام خان په لاره يې د ټرانزیټ ټول قانوني مراحل بشپړ شوي تمه ده، د افغانستان له لارې تاجکستان ته بیلابیل پاکستاني توکي ولیږدوي.

د یادو ترانزیټي توکو د محمولې د هرکلي په خاطر غلام خان سیمې ته د خوست ولایت سلګونه خلک، په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي، د خوست او پکتیا واليان او د ځايي حکومتي ادارو ملکي او پوځي مسوولین ورغلي ول.

ملي سوداګر انور افغان، چې د لومړنۍ ترانزیټي محمولې توکي يې وارد کړي مشال راډیو ته وویل، د لارې په ترانزیټ کیدو سره دوی کولی شي، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسي.

دی وايي، ددې لارې په ترانزیټ کیدو سره د لارې په دې مسیر کې به ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

انور افغان زیاتوي: "زموږ لاره اوس نړیواله شوه، مخکې زموږ مالونه خوست، پکتیا او تر لوګره راتلل، اوس کولی شو، د تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو له سوداګرو سره ګډ کار وکړو، په دې کې د ټولنې هرې طبقې خلکو ته ګټه ده، په زرهاوو خلکو ته به دلته د کار زمینه برابره شي."

د احمد زاهد شورش په نوم د ګمرک یو تن مسوول وویل، د ګمرک دا سیستم چې په غلام خان کې دی، تقریباً د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلی شوی او سټنډرډ ګمرکي سیستم دی.

دده په وینا، چې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونه ددې لارې په واسطه سره وصلیږي او دې سیستم څخه په دې ځای کې عملاً استفاده کیږي، لدې سربیره د افغانستان ۹۵ سلنه ګمرکونه په دې سیستم کې شامل دي.

د ګربزو ولسوالۍ قومي مشران هم په دې لاره د ټرانزیټي محمولې لیږدولو ته خوشاله دي او وايي، خلک به د تل په شان د دې لارې د امن په تامینولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

قومي مشر حفیظ الله جان وویل، دا لاره ډېر لرغونتوب لري او ده هغه وختونه هم په یاد دي، چې په دې لاره به د څارویو په واسطه مالونه وړل او راوړل کېدل. دی وايي، په دې خوشاله دي، چې اوس په دې لاره منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مالونو لیږد رالیږد پیل شو.

ملي سوداګر حاجي شهبار ګربز که څه هم د غلام خان په لاره د ټرانزیټي محمولې وړل یو ښه پرمختګ ګڼي خو زیاتوي، چې تر اوسه هم ستونزې او نیمګړتیاوې په کې موجودې دي. نوموړي زیاته کړه، د دې لارې سړک تنګ دی او د ترانزیټ لپاره په کافي اندازه تاسیسات نه دي جوړ شوي.

په دې پار جوړې شوې غونډې ته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وویل، کچیرې د دې سیمې ولسونه یو بل سره وصل شي، نو په سیمه کې به فقر، غربت او نا امنۍ په خپله له منځه ولاړې شي:

"ټولو ګاونډیانو ته چې غواړي، دوی هم د عزت څښتنان شي او هلته هم مشکلات نه وي او د فقر او بیچاره ګۍ نه وژغورل شو، هغوی دې پریږدي، چې دغه ولسونه سره وصل شي، تجاران سره وصل شي او بالاخره افغانستان د سیمې لپاره د یو پل حیثیت خپل کړي."

د کارپوهانو په وینا، چې غلام خان لاره کراچۍ څخه د نورو لارو په پرتله کابل ته ۴۶۱ کیلومتره نږدې ده او په دې لاره سوداګري تجارو ته په ګټه تمامیږي.

د خوست او لويې پکتیا اوسیدونکو په وروستیو دوه لسیزو کې په پرله پسې توګه د غلام خان لارې د ترانزیټ کیدو غوښتنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG