د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیو کډوالو سره د سرپناوو بیارغونې لپاره نقدي مرسته پیل شوه


د خوست په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو له شپږ سوه کورنیو سره د سرپناوو د ترمیم په خاطر د نقدو څلور، څلور سوه ډالرو د مرستو بهیر پیل شو.

یاده مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری لخوا ورکول کیږي، په نورو پړاونو کې به د پاتو کورنیو سروې هم ترسره شي.

چارواکي تمه څرګندوي، چې د دې مرستو په وېش سره به د هغو اړمنو کورنیو د سرپناوو د ترمیم ستونزه هواره شي.

نن پنجشنبه د اکتوبر په ۲۱مه په ګلان کېمپ کې د یونسیار یو تن همکار ایوب اندیال مشال راډیو ته وویل، د سرپناوو سربیره به سلو نورو کورنیو ته د تشنابونو د ترمیم په خاطر هم دوه، دوه سوه ډالر وویشل شي.

ایوب اندیال زیاته کړه: "په ګلان کېمپ کې وزیرستانیو کډوالو ته د شلټر یا د سرپناه د ترمیم په برخه کې د ۶سوه کورنیو په تعداد ۴ سوه نقدي ډالر ورکول کیږي او سلو نورو کورنیو سره د تشنابونو د جوړولو په خاطر دوه، دوه سوه ډالر همکاري کیږي، چې یاده نقدي مرسته د یونسیار د موسسې لخوا ورکول کیږي، چې په دې سره به د کډوالو د سرپناه ستونزه تر یوه بریده حل شي. "

د ګلان کېمپ کډوال دوی سره د سرپناوو او تشنابونو د ترمیم په خاطر نقدي مرسته ډېره اړینه بولي.

د شمالي وزیرستان د کژې مده خېلو اوسیدونکی محمدصدیق ریحان وايي، دا مرستې دوی لپاره په دې ضروري وي، چې د ځینو کډوالو کوټې د لویدو په حال کې وې.

ده د نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې کډوالو سره دې د ژوند په ټولو برخو کې مرسته وکړي او نورې کورنۍ دې هم د سرپناوو د ترمیم لپاره سروې شي.

د ګلان کېمپ په شان د خوست په یو شمیر نورو سیمو کې هم د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ میشتې دي.

یو تن قومي مشر ملک حبیب خان مده خېل وايي، په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ټولې کورنۍ د مرستو مستحقې دي:

"زموږ د کېمپ نه بهر هم ډېرې کډې دي، د میرڅپر پورې، د سرې ګنډې پورې، د سپیرې پورې په دې ټولو ځایونو کې د کډوالو کډې دي، د نوي حکومت نه زموږ دا غوښتنه ده چې دا کمک دې ټولو کډوالو سره وشي، ډېره به ځکه ښه وي چې دا خلک ډېر په خوارۍ دي، په دوی کې کونډې، یتیمان او غریبان شته، داسې کورنۍ هم شته، چې د بیګا ډوډۍ ته خفه دي. "

اکرو چې د دې مرستو پلي کوونکې موسسه ده، استازی يې ذبیح زیارمل په راتلونکې کې د دې مرستو دوام په دې پورې تړلی وباله، چې خلک دا پیسې په سم ډول ولګوي.

دوی وویل، که دا پیسې سمې ونه لګول شي، نو راتلونکې کې سروې نشي کیدلی، خو که د پروژې مطابق ولګول شي، تر راتلونکو دوو کالونو به د کېمپ ټول کورونه سروې شي.

داود مسید بیا غوښتنه کوي، چې وزیرستانیو کډوالو سره دې د ژمنیو توکو مرستو ته هم پام وشي.

دی وايي، ددې ځای ژمی سوړ دی او که کمبلې، لرګي او نور توکي ورنکړل شي، نو دوی به په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

داود مسید د کډوالو د ضرورتونو د رفع کولو لپاره د غلام خان پر لاره د تګ او راتګ د اجازې د کولو غوښتنه هم وکړه.

یاده دې وي، د ۲۰۱۴ ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدو وروسته خوست ته هم د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ راووښتې.

که څه هم د وزیرستانیو کډوالو یو شمیر کورنۍ په څو پړاونو خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم یوازې په خوست کې د هغوی ۷ زره کورني مشتې دي.

XS
SM
MD
LG