د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژمی دی، ستونزې دي، غله هم نه لرو: پکتیکا میشت وزیرستاني کډوال


خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال ماشومان
خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال ماشومان

په پکتیکا کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، له یوې خوا ورسره په روان ژمي کې د ژمنیو توکو مرسته و نه شوه او بل لوري ته له څو میاشتو راهیسې ورته غله (خوراکي توکي) هم نه ده ورکړل شوې، چې له کبله يې ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په برمل کې میشتو وزیرستانیو کډوالو خپلې یادې ستونزې او غوښتنې د تلیفون له لارې مشال راډیو سره شریکې کړې.

د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسیږي، چې د چارواکو په وینا له دې جملې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومیټریک دي.

پکتیا کې وزیرستاني کډوال
پکتیا کې وزیرستاني کډوال

وزیرستانی کډوال زاهدالله له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې په پکتیکا کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د حالاتو د لیدو په خاطر دې سیمې ته پلاوی ورولیږي:

''زموږ دا غوښتنه ده چې ژمنۍ مرستې دې راسره وشي، دلته واورو له کبله خلک ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خیمې مو ټولې زړې شوې دي، دیو اېن اېچ سي ار او همدارنګه د خوړو نړیوالې ادارې نه مو دا غوښتنه ده، چې موږ ته دې خیمې راوړي، پلاوی دې راولیږي او زموږ وضعیت له نږدې وګوري، دلته داسې خلک شته، چې د یو وخت ډوډۍ په ارمان دي او د سبا او بیګا لپاره د خوراک څه نه لري.''

د مایزر اوسیدونکی عزت الله مده خېل چې له ۶ کلونو راهیسې د پکتیکا د برمل په لمن کې اوسیږي وايي، نه ژمنۍ مرستې ورسره وشوې او نه هغه د پخوا په شان ورسره د خوراکي توکو مرستې کیږي.

نوموړی زیاتوي، له یوې خوا پکتیکا سخت ساړه لري او بل لوري ته ددوی هېڅ کاروبار نشته، چې کورونو ته ورباندې خواړه او د سونګ توکی راونیسي.

عزت الله مده خېل وویل: ''یو خوا ساړه او نه کاروبار لرو، زموږ دا غوښتنه ده چې د خوراکي شیانو او ژمنیو توکو مرستې دې راسره وشي، ستونزې مو زیاتې شوي، ناروغان لرو، خو درملنې لپاره يې هیڅ طریقه نه لرو، د خلکو ژوند دومره خراب دی، چې یو وخت ډوډۍ خوري او بل وخت يې نه لري، زموږ دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې زموږ سره مرستې وشي.''

د برمل د سیمې یو بل اوسیدونکي وزیرستاني کډوال عیدحسن وویل، تېره میاشت د سروې ډله ورغلې وه او د مرستو ژمنه يې ورسره وکړه، خو هغوی هم مرسته نه ده ورلیږلې.

عیدحسن وايي، دوی هم د نړۍ د نورو کډوالو په شان کډوال دي او نړیواله ټولنه باید هماغسې مرستې ورسره وکړي، چې د نورې نړۍ له کډوالو سره يې کوي.

بل لوري ته د پکتیکا د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست په یاد ولایت کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او هیله څرګندوي، چې د نړیوالو مرستندویانو د مرستو پر مټ به په نږدې راتلونکې کې دوی سره د مرستو بهیر بېرته پیل شي.

د پکتیکا د کډوالو رئیس زمریالي فضلیار وویل، د نړیوال خوراکي پروګرام مرستې د یوې انجیو سره د قرارداد د پای ته رسیدو له کبله ځنډنۍ شوي، اوس نوي انجیو ته په قرارداد ورکړل شوي او د ده په وینا چې تر دې وروسته به دې کډوالو ته میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه، د ژمنیو مرستو په اړه تر اوسه ورته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری کوم مثبت ځواب نه دی پرې ایښی.

ښاغلي فضلیار له دوه کلونو راهیسې د وزیرستانیو کډوالو د ژمنیو توکو د مرستو بندیدل مني او وايي، دا ستونزې يې اړوندو ادارو سره په مکرر ډول شریکې کړي دي.

ده وویل، که چیرې یې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مثبت ځواب ترلاسه کړ، نو رسنیو او په یاد ولایت کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو سره شریک کړي.

یاده دې وي د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لکونه کسان بنو ، د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډوال شول.

په دوی کې زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

د پاکستان حکومت په څو پړاونو کې له پکتیکا او خوست څخه د وزیرستانیو کډوالو ګڼې کورنۍ په بنو کې د بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنې کړې خو د چارواکو په وینا په دې ولایتونو کې اوس هم د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا لس زره کورنۍ میشتې دي.

XS
SM
MD
LG