د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي وزیرستان کې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې


د نومبر څلورمې جلسې ته د غورځنګ او یوشمېر ګوندونو پلویانو ترڅنګ دیني عالمان او مشران هم ورغلي ول.
د نومبر څلورمې جلسې ته د غورځنګ او یوشمېر ګوندونو پلویانو ترڅنګ دیني عالمان او مشران هم ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې په جلسه کې له حکومته غوښتي چې په سیمه کې دې د امنیت د ټینګولو لپاره اقدامات وکړي.

د نومبر څلورمې جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پشتین وویل چې د پښتنو په اړه ریاستي تګلاره ورته د منلو وړ نه ده.

ده په خپلو خبرو کې پر پښتنو د یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې که "پښتون قام له خپل طاقته خبر شو" نو هېڅوک به یې خاورې ته په بده سترګه و نه ګوري.

د غورځنګ یوه بل مشر مولانا زینت الله مشال راډیو ته وویل، جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند، جماعت اسلامي او جمیعت علمای اسلام (ف) سیاستوالان او پلویان او دا راز، دیني عالمان، ملکان او ولسي مشران هم ورغلي ول.

د نومبر څلورمې جلسې ویناوالو له انتظامیې وغوښتل چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي.
د نومبر څلورمې جلسې ویناوالو له انتظامیې وغوښتل چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي.

مولانا زینت الله په خپله وینا کې وویل چې په سیمه کې د شپې مهال ډزې، غلاوې او شوکې کېږي چې له وجې یې امنیتي وضع خورا خرابه ده.

ده له حکومته وغوښتل چې "د شپې مهال چې د وېرې ترهې د خپرولو لپاره کومې ډزې کېږي، هغه دې بندې شي، د غلا، شوکې او قلنګ غوښتلو مخه دې ونیول شي، د پلټنیزو عملیاتو په پلمه دې زموږ د کورونو تالاشۍ او د کورونو د پاسه د ډرون الوتکو د الوتنو مخنیوی وشي، پولیسو ته دې اییني اختیارات ورکړل شي او په سیمه کې دې د 'ښه' او 'بد' په نوم طالبان نه ساتل کېږي."

د ښو او بدو طالبانو اصطلاح په پاکستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې پر مهال عامه شوې وه او د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کېده چې هغه وسلوال یې په نښه کول چې په هېواد کې دننه بریدونه کوي او هغه مهال په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو، پخوانیو افغان ځواکونو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو په حملو کې ککړې هغه وسلوالې ډلې یې نه په نښه کولې چې په پاکستان کې یې پټنځایونه لرل. په دې توګه د "ښه طالبانو" اصطلاح له هېواده بهر فعالیت کوونکو وسلوالو ته کارېده او د پاکستان دننه بریدکوونکي "بد طالبان" بلل کېدل.

خو اسلام اباد په بیا بیا دا تور رد کړی او د پاکستان پوځ هم ټینګار کړی وو چې بې له توپیره د وسلوالو ضد عملیات کوي.

د اعظم ورسک جلسې مشرانو ګواښ وکړ چې که حکومت یې غوښتنې و نه منلې او د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلل نو په جنوبي وزیرستان کې کاربندیز کوي او ټولې لویې لارې تړي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر عتیق الله وزیر د جلسې د ګډونوالو د غوښتنو په ځواب کې مشال راډیو ته وویل چې هغه سیمه د نورو قبایلي سیمو پرتله نسبتاً پرامنه دی.

هغه وايي، پولیس اختیارات لري او اېف سي ځواک یې په کار کې مداخله نه بلکې ورسره کومک کوي.

وزیر البته له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنیت د ټینګولو په چارو کې دې ورسره مرسته وکړي چې په شریکه د هغو کسانو او ډلو مخه ونیولای شي چې امنیت خرابوي.

اېمل ولي خان وايي د پښتنو ملتپاله ګوندونو پلویان نه دي کم شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:01 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات، بونېر،بنو، لکي مروت، ټانک او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي چې د صوبې امنیت ته ژمن دي او دا چې د دې لپاره یې امنیتي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG