د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات او بنو کې د امن لپاره احتجاجي‌ مظاهرې شوې دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د سوات په بریکوټ کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د سوات په بریکوټ کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال.

د خیبر پښتونخوا په سوات او بنو کې په ګڼ شمېر خلکو په سیمه کې د امن لپاره احتجاجي‌ مظاهرې کړې دي.

د سوات په بریکوټ کې د پراخ احتجاج تابیا د سوات ولسي پاڅون له خوا شوې چې په لوی شمېر خلکو پکې ګډون کړی دی.

د اکتوبر پر ۲۸مه شوې دې احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د جمات اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مختار یوسفزي او د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي مشر او پخواني صوبايي وزیر ایوب اشاړي په ګډون سیاسي او ولسي مشرانو برخه اخیستې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې مظاهره چیانو په لاسونو کې سپین بیرغونه هسک کړي دي، د امن په حق کې شعارونه ورکوي او پیښور ته تلونکې لویه لاره یې د احتجاج په توګه تړلې ده.


د سوات ولسي پاڅون مشران وايي، چې په صوبه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مشرانو ته یې هم په مظاهره کې د ګډون بلنه ورکړی وه خو د هغوي څخه چا په غونډه کې ګډون نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په سوات کې د تشدد وروستیو پیښو د سیمې ولس د امنیت په اړه اندیښمن کړی دی او هغوی له تیرو څو میاشتو راهیسې د سوات په بیلا بیلو سیمو کې په احتجاجي لاریونونو لاس پوری کړی دی.

بل خوا پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا د بنو په میلاد پارک کې د سولې په حق کې د احتجاجي‌ غونډې تابیا کړې ده.

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون
په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون

په دې مظاهره کې د اړوندو قبایلي سیمو څخه سیاسي او ولسي مشران، مدني فعالان او وکیلان برخه اخلي.

تر دې وړاندې د سوات او شمالي وزیرستان په ګډون د صوبې په یو شمېر سیمو کې هم د بدامنۍ د پیښو پر ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د دې مظاهرو مشرانو او برخه وال تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ په سوات او نورو پښتنو سیمو کې د وسله والو پر بیا راڅرګندېدو سترګې پټې کړې دي.

خو په صوبه کې د تحریک انصاف حکومت او په مرکز کې د وزیراعظم شهبازشریف حکومت په سیمه کې د خراب امنیت تورونه په یو بل پوری کوي.


په عین حال کې د خیبر پښتونخوا حکومتي‌ او هلته پوځي چارواکي ادعا کوي چې دوی په سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG