د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای مشر کابل ته ځي


د اسلام اباد په هوایې ډګر د کابل د دورې په اړه د پاکستان پلاوي مشر سردار ایاز صادق له مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، کابل ته په دې موخه تللی وو چې تړلي ورونه بیا پرانیزي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې سبا یا بله ورځ به د پاکستان استخباراتي ادارې مشر د کابل سفر کوي.

د خپل سفر په اړه د پاکستان قامي اسمبلې سپيکر وینا وه چې په کابل کې یې په ښه ماحول کې خبرې اترې وشوې او ډېر ژر به د افغانستان اجرایه ریس عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان سفر وکړي.

سردار ایاز صادق د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی د افغانستان له مشرتابه سره د فهرستونو سپارلو لپاره نه وو تللي بلکې د اړیکو ښه کولو یوه نوي پیل ته تللي وو. نوموړي وویل په پوره باور سره ویلی شي چې د ده په پلاوي کې مله ټول کسان د افغانستان او پاکستان د ښېګړې خبره کوي. په دوی کې یو هم نه غوړي چې په افغانستان کې دې حالات خراب شي، دوی پوهېږي که حالات خرابېږي نو په پاکستان کې به هم خرابیږي.

ده دا هم وویل چې دواړو خواو خپلې اندېښې او تحفظات وښودل خو له دې سره سره دواړه هېوادونه د ښو اړیکو خواهش هم لري.

"د افغانستان مشرتابه، پارلېماني غړیو او ولس سره په ټولو ملاقاتونو کې چې کومه خلا موږ ته ښکاره شوه او کوم خواهش مو چې په نظر راغلو نو هغه یواځې د دوستۍ او حالات ښه کولو نه علاوه نور څه په نظر رانغلل. موږ هغوی ته باور ورکړ چې تاسو ته راغلی پلاوی د پاکستان حکومت او مخالفه ډلو استازیتوب کوي. په دوی کې د ټولو صوبو استازيتوب دی او زموږ هم خواهش دی چې د دواړو ملکونو ترمینځ د ملاقاتونو شلېدلې لړۍ له هغه ځایه بیرته ونښلول شي."

ده دا هم وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې شپږ ګنټې خبر اترې وشوې.

د خپل سفر په اړه مطبوعاتو ته سردار ایاز صادق وینا وه چې په افغانستان کې ورسره د وروڼو غوندې هرکلی او چلند وشوه.

سردار ایاز صادق په مشرۍ تللي پلاوي د افغانستان د ولسمشر په بلنه د کابل دوره وکړه چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمینځه کړکېچ کمول وو.

XS
SM
MD
LG