د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډيورنډ کرښې له جګړې وروسته د چمن او بولدک لاره تړلې پرته ده


د چمن او سپین بولدک تر منځ نن په دويمه ورځ هم نه یوازې د خلګو د تګ راتګ  لارې تړل پرتې دي بلکې دافغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي هلې ځلې هم په ټپه ولاړې دي. لارې له هغه وروسته تړل شوي چې تېره ورځ (جمعه) سهار وختي د دواړو هېوادونو تر منځ د ډزو په تبادله کې۱۵ کسان ووژل شول او ۶۷ نور ژوبل شول.

د چمن او سپین بولدک تر منځ نن په دويمه ورځ هم نه یوازې د خلګو د تګ راتګ لارې تړل پرتې دي بلکې دافغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي هلې ځلې هم په ټپه ولاړې دي.

لارې له هغه وروسته تړل شوي چې تېره ورځ (جمعه) سهار وختي د دواړو هېوادونو تر منځ د ډزو په تبادله کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۶۷ نور ژوبل شول.

پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستان غاړې ته ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۴ ژوبل دي. بلخوا افغان چارواکي وايي چې په سپین بولدک کې درې کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل دي.

په چمن کي ځايي اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې په ښار کې تعلیمي ادارې هم تړل شوي دي.

دغه ډول دچمن ځينې ښاریان د کوټې په ګډون د صوبې نورو برخو ته منتقل شوي دي او په سیمه کې وېره خوره ده. تېر ماښام له اوربند وروسته د دوستۍ پر دروازه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو مشرانو تر منځ خبرې اترې هم وشوې چې بې پايلې پای ته ورسېدې.

پر ډيورڼډ کرښه تاوتریخوالی له هغه وروسته رامنځ ته شو کله چې د جمعې په سهار وختي پاکستاني چارواکي د امنيتي ځواکونو په بدرګه پر پوله پرتو دوو کليو لقمان او جهانګیر ته د سرشمېرنې لپاره ورغلي وو. په دغه اړه د افغان چارواکو له خوا ویل شوي وو چي دا دوه کلي د افغانستان برخه دي. دا مهال پاکستان په اغیزمنو شوو کلیو کې د سرشمېرنې عمل درولی دی.

XS
SM
MD
LG