د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د نا راجستر شویو کډوالو واپسۍ کې خنډونه


د کډوالو نړیوالې ادارې د اپریل په درېمه د کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه
د کډوالو نړیوالې ادارې د اپریل په درېمه د کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه

له پاکستانه د راجستر شویو افغان کډوالو د ستنېدو پروسه د روان کال د اپریل د میاشتې له درېمې نېټې څخه پیل شوېده، خو حکومت او د کډوالو ادارې تر اوسه د هغو کډوالو د ستنولو لړۍ نه ده پیل کړې چې راجستر شوي نه دي او د کډوالۍ کارتونه ورسره نشته.

په پېښور کې مېشت د ننګرهار ولاېت محمد فضل وايي چې دوی هم لکه د نورو کډوالو پخوا راغلي دي او د ناپوهۍ له وجې يې په تېرو وختونو کې خپل ځانونه له يو اېن اېچ سي آر سره راجستر نکړل خو د پاکستان او افغانستان حکومتونو له پکار دي چې دوی دې هم راجستر کړي او هغه قسمه کومک دې ورسره وکړي لکه چې د کارت لرونکیو کډوالو سره کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې دوي هم غواړي خپل ملک ته لاړ شي خو مالي حالت يې ښه نه دی او ډېر په مشکل سره دلته ژوند تېروي نو حکومت دې ورسره ستنېدو پر وخت مرستې وکړي.

له ستنېدو وړاندې د کډوالو پلټنه کېږي
له ستنېدو وړاندې د کډوالو پلټنه کېږي

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې مېشت هر راجستر کډوال ته په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدو پروخت دوه سوه ډالر ورکوي.

د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن پحقله په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي مشال راډیو ته ویلي چې د روان کال فبرورۍ په دويمه اونۍ کې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او يو اېن اېچ سي ار چارواکو ترمينځه شوې درې اړخيزه غونډه کې د غېر راجستر کډوالو د رجسټرېشن پحقله هم خبرې وشوې او پاکستان او افغانستان په دې صلاح شو چې په مياشت نيمه کې به د غير راجستر کډوالو رجسټريشن شورو کړي.

په پېښور کې د افغان کډوالو رییس عبدالحمید جلیلي
په پېښور کې د افغان کډوالو رییس عبدالحمید جلیلي

مشال راډيو چې کله د عبدالحميد جليلي نه تپوس وکړو چې تراوسه د غېر راجستر کډوالو رجسټرېشن ولې شورو نکړل شو نو دوی وویل چې افغانستان خپلې ټولې تياريانې مکمل کړې دي او په دې لړ کې يې په دې ورستېو کې پاکستاني چارواکو سره هم خبرې شوې دي او چې کله هم پاکستان خپلې تياريانې مکمل کړي نو دا پروسه به شورو کړل شي.

مشال راډيو چې کله د افغان مهاجرینو لپاره د پاکستان چیف کمشنر ډاکټر عمران زېب سره په دې لړ کې تماس نيولو هسه وکړه نو رابطه ورسره ونشوه.

خو د عبدالحميد جليلي په وينا د افغانستان حکومت د افغانستان په خاوره کې دننه د تورخم ټول پلازې سره نږدې د غېر راجستر کډوالو لپاره ېو سېنټر جوړ کړی دی چېرته چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د .I.O.M سره په ګډه هر تن ته د درې نيمو زرو افغانو او د ضرورت د سامان نه علاوه يوه فورمه هم ورکوي. له کډوالو غوښتنه کېږي چې دوی دې دغه فورمه په خپلو ولایتونو کې د مهاجرينو رياست ته ورکړي نو د کمېسون د فېصلې ورسته به ورته يوه نومره زمکه هم ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده چې د تير کال د نومبر مياشتې په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک مطبوعاتو ته ويلي وو چې په صوبه کې يې په لکونو غېر راجستر افغان کډوال ژوند کوي نو وفاقي حکومت دې دا کډوال هم راجستر کړي چې خپل ملک ته ستنېدو پر وخت ورسره د نړيوالې ټولنې لخوا مرستې وکړې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي آر ترمخه چې دا مهال هم ديارلس لکه پورې راجستر او شپږ لکو پورې غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG