د لاسرسي ځای

د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره لا هم بنده ده


په چمن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ دروازه تړل شوېده.

که څه هم په چمن کې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ جګړه ودرېدلې، خو د سپین بولدک او چمن ترمنځ پوله لا هم بنده ده او دواړه خواوې د شخړې د هوارۍ لپاره خپل دریځونه وړاندې کوي.

پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره به یې پوله دم ګړۍ ته تړلې پاتې وي. دا پوله د تېرې جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته تړل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې نقشه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې نقشه

د یکشنبې په ورځ په بلوچستان کې د ایف سي ځواکونو مشر جنرال عامر ریاض په چمن کې خبریالانو ته وویل ترڅو افغانستان خپل دریځ بدل کړی نه وي، دوی به د سپین بولدک او چمن ترمنځ پوله نه پرانیزي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونه د « لقمان » او « جهانګیر » په نوم د دوو کلیو په سر د یو بل سره لانجه لري. افغانستان وايي دا کلي د دوی دي او پاکستان دغلته د سر شمېرنې پروسه پر مخ وړل غواړي چې دوی به ورته اجازه ورنه کړي. خو پاکستان بیا د دې برعکس ادعا کوي چې دا سیمې د دوی دي او افغان حکومت په زوره لانجه جوړول غواړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

هلته د افغانستان مشرانو جرګې له حکومته غوښتنه کړېده چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د راولاړو شویو ستونزو په اړه دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي.

د دغې جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د پاکستاني پوځيانو له لورې حملې وغندلې.

"د افغانستان له حکومت څخه مو غوښتنه داده چې په دې اړه د ډيپلوماټیکو اصولو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شوراته خپل شکایت وړاندې کړي، څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له تحرکاتو مخنیوی وشي."

په چمن کې ځايي خلک هم وايي چې د افغان او پاکستاني سر تېرو ترمنځ د ډزو نه پس د دوی ژوند اغېزمن شوی، کاروبار په ټپه ولاړ دی او خلک نورو سیمو ته کډه کېږي. یو ځايي اوسیدونکي مولوي محمد ولي مشال راډیو ته داسې وویل:

« د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ لانجه ډېره لویه ده، دواړو خواوو ته پکار دي چې د دې کشالې د هوارولو لپاره له ملګرو ملتونو کومک وغواړي.»

د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ د جمعې د ورځې د ډزو په تبادله کې د دواړو خواوو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، ترڅنګ یې د دواړو خواوو ولسي وګړو ته یې هم د سر او مال زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG