د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سختدریځۍ مخه به ملایان نیسي'


پاکستان: د بلوچستان په حب ښارګوټۍ د پولیس تاڼې بهر د یوه هندو کس پرضد مظاهره وشوه چې د مذهب سپکاوي تور پرې لګېدلی وو. د مې ۴ د ۲۰۱۷م کال
پاکستان: د بلوچستان په حب ښارګوټۍ د پولیس تاڼې بهر د یوه هندو کس پرضد مظاهره وشوه چې د مذهب سپکاوي تور پرې لګېدلی وو. د مې ۴ د ۲۰۱۷م کال

د چترال شاهي مسجد امام خليق الزمان د اپرېل په ۲۱مه هغه کس پوليسو ته حواله کړ چې ويل کېده دماغي ناروغي لري او د مذهب خلاف الفاظ يې کارولي دي.

خليق الزمان مشال راډيو ته وايي چې مذهب ته په سپکاوي تورن رشيدالدين يې ځکه پوليسو ته وسپارلو او له بلوه ګرو يې وژغورلو چې د خلکو لخوا قانون په خپلو لاسو کې اخېستل او دغه تن ته په خپلو لاسو سزا ورکول د مذهب خلاف کار دی.

نوموړی وايي بايد مذهبي عالمان پر دې کار وکړي چې څرنګه په ټولنه کې برداشت راشي او خلک قانون د احترام وکړي:

''علماکرام د انبيا عليهم الصلاة والسلام وارثان دي او دوی همېشه د امن، محبت او ورورلۍ پیغام ورکوي او په دې کې علماو ته خپل کردار لوبول هم پکار دي، د تشدد لار بېخي خپلول نه دي پکار ځکه چې پاکستان يو ملک دی او قانون لري نو که څوک قانون په خپل لاس کې اخلي نو دا به د رياست خلاف بغاوت وي. او قران او سنت هم موږ ته دا حکم راکوي چې د حکومت وقت احکامات دې ومنل شي.''

خليق الزمان ګيله کوي چې د ده په څېر هغو عالمانو ته په مرکزي او ټولنيزو رسنېو کې موقع نه ورکړل کېږي څوک چې په ټولنه کې د زغم او برداشت راوستو لپاره کار کوي.

همداراز څرګندونې په پېښور کې يو بل مذهبي عالم ډاکټر قاسم محمود هم کوي او وايي:

"خليق الزمان صېب څومره غټ رول ولوبولو او په بهادرۍ او جرت سره يو انسان وژغورو خو بدقسمتي دا ده چې د دې باوجود نوموړي ته په رسنيو کې ځاي ورنه کړل شو.''

په پېښور کې ديني عالم قبله اياز هم وايي چې د اپرېل په ديارلسمه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکیو لخوا د مشال خان تر وژنې وروسته يوشمېر مذهبي عالمانو د خپلو بيانونو او ليکنو په وسيله خلکو ته دا ثابته کړه چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی خو نوموړی وايي مذهبي عالمان چې خلک يې خبرې ته اهميت ورکوي بايد په ټولنه کې د زغم او برداشت پيدا کولو لپاره نور کار هم وکړي:

''د جماعت امام ته خلک ډير احترام لري او خبرې ته يې غوږ نيسي او بله دا چې خلک د ورځې پنځه وخته جماعت ته راځي نو ځکه د تره ګرۍ او سختدريځۍ په مخنيوي کې د امام رول ډېر مهم دی او بايد چې ادا يې کړي.''

قبله اياز زياتوي چې نورو عالمانو ته هم پکار دي چې د خليق الزمان په پله روان شي او د بلوه ګرو غوسې په قابو کولو کې هغسې کردار ادا کړي چې د چترال شاهي مسجد امام ترسره کړی وو خو بدقسمتي دا ده چې دغو علما کرامو ته کافي توجه نه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG