د لاسرسي ځای

'د ایران او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول غواړو'


د چارشنبې په ورځ د ايران بهرنیو چارو وزير جواد ظريف د پاکستان يو ورځنۍ دورې په موقع له وزير اعظم نواز شریف سره ملا قات کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم هاوس جاري شوې خبرپاڼې ترمخه وزير اعظم ويلي چې پاکستان له ايران سره مضبوطې اړيکې ساتل غواړي.

نوموړي د ایران سیستان په صوبه کې د ۱۱ امنیتي ځواکونو په وژلو هم د غمرازې وښوده.

له دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پاکستان کورنيو چارو وزير له چودري نثار علي خان سره په ملاقات کې په دې رضا شوې وو چې دواړه هېوادونه به خپل مينځي تعاون سره په پولو د غېر قانوني تګ راتګ مخه نېسي او يو بل سره به استخبارتي معلومات شريکوي.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاری شوې خبرپاڼې ترمخه دواړو چارواکي په دې هم سلا شوي چې په سياسي، پوځي او امنيتي سطح اړيکې مضبوطولو لپاره به دواړه هېوادونه نږدې اړیکېساتي.

د ايران بهرنیو چارو وزير وويل چې ايران له پاکستان سره ښه اړيکو ته اهميت ورکوي او د اسلامي ملکونو په خپل مينځي اتفاق يقن لري.

وزير خارجه جواد ظريف وینا وه چې اسلامي نړۍ ته رامخ ته شوې مسلو حل کولو لپاره به پاکستان او ايران ته په ګډه سره کار کول وي او دواړو هېوادونو ته به په نړيوالو امورو په اتفاق سره مخ په وړاندې تلل وي.

په دې موقع د پاکستان داخله وزير چودري نثار وویل چې پاکستان په مذهبي ، تارېخي او په جغرافيايي کچه يو بل سره تړلي دي د پاکستان او ايران تر مينځه تعلقاتو کې به هېڅ قسمه خنډ نه برداشت کوي.

واضحه دې وي چې د ايران بهرنیو چارو وزارت وزیر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړې چې په دې ورستيو کې د اپريل په ۲۶نېټه په بلوچستان کې د پاکستان ايران پولې سره نږدې د وسله والو او ايران امنيتي ځواکونو تر مينځه شخړه رامنځ ته شوې وه چې پکې د ايران۱۰ سرحدي پوځيان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG