د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ لوبغاړي درغلۍ ولې کوي؟


cricket
cricket

عبدالقادر وویل ، داسې پېښې ځکه په بیا بیا رامنځ ته کېږي چې د پاکستان د کرکټ بورډ درغلۍ کوونکو ته هغسې سزا نه ورکوي لکه څنګه چې په کار ده.

پراګ: د پاکستان په کرکټ کې یو ځل بیا د درغلیو مسلې سر راپورته کړی او پر یو شمېر لوبغاړو تور پورې شوی چې د پیسو په بدل کې یې په لوبو کې درغلي کړې ده. د دې لوبغاړو پرضد مقدمې درج شوې دي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د پاکستان سپرلیګ په دروان کې پر څلور لوبغاړو تور پورې شو چې له جوارګرو څخه یې د درغلیو په بدل کې پیسې اخیستې دي.

په دې لوبغاړو کې شرجیل خان ، خالد لطیف ، محمد عرفان او یو شمېر نور شامل وو. پر محمد عرفان وار له مخه یو کال بندیز لګول شوی او له نورو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د پاکستان پخوانی نومیالی لوبغاړی عبدالقادر وايي ، داسې نه ده چې پاکستاني لوبغاړي نه پوهېږي بلکې دا هر څه په لږ وخت کې د ډېرو پیسو میندلو لپاره کوي.

د پاکستان پخوانی لوبغاړی عبدالقادر
د پاکستان پخوانی لوبغاړی عبدالقادر

عبدالقادر وویل ، هغوی دا قصداً کوي. ټولو ته د لوبې اصول ښودل کېږي او ور زده کېږي خو هغوی بیا هم داسې کارونه کوي. د دې مطلب دا دی چې دا هر څه د پېسو لپاره کوي. لالچیان دي.

د پاکستان د کرکټ پر لوبغاړو تر دې وړاندې هم د درغلیو تورونه لګېدلي او ثابت شوي دي. په دې کې د سلیم ملک ، سلمان بټ ، محمد اصف او محمد عامر د درغلیو پېښې ډېرې مشهورې شوې وې.

عبدالقادر وویل ، داسې پېښې ځکه په بیا بیا رامنځ ته کېږي چې د پاکستان د کرکټ بورډ درغلۍ کوونکو ته هغسې سزا نه ورکوي لکه څنګه چې په کار ده.

نوموړي زیاته کړه چې کوم کس په درغلیو تورن شي او پر ثابته شي نو د هغه دې د ټولو لوبو ریکارډ ضایع کړل شي او د هغه دې ټول حثیت ختم کړل شي او بیا دې پنځه کاله په جېل کې واچول شي. خو دلته د سزا او جزا تصور نشته.

د کرکټ په نړۍ کې د نوي ځلېدونکي افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال وايي ، افغان لوبغاړو د جوارګرو هغه هڅه ناکامه کړې چې د ایرلېنډ په وړاندې یې درغلیو ته د هڅولو کوشش کړی وو.

عاطف مشال وايي ، ځینې افغان لوبغاړو د مشکوکو جوارګرو په اړه د افغانستان د کرکټ چارواکو ته خبر ورکړی او هغوی د کرکټ له نړیوالو شورا سره په ګډه اړونده ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال

​عاطف مشال وویل ، دوی د افغانستان په کرکټ کې د درغلیو د مخنیوي لپاره ځانګړې څانګه لري چې په دوامداره توګه فعالیت کوي.

هغه وویل ، موږ د اصولو او درغلیو ضد څانګه ځانګړې څانګه لرو. موږ خپل او د کرکټ د نړیوالو شورا ټول اړوند اصول په پښتو او دري ژباړلي او ټولو ځوان لوبغاړو ته یې ښايو. زموږ په ځانګړې توګه ځوان لوبغاړو ته زیاته پاملرنه کوو هغه ځکه چې دوی په دې ډګر کې نوي وي.

عاطف مشال وویل ، افغان لوبغاړو هغه وخت هم درغلۍ ونکړې چې د سفرونو پر مهال به یې د ډوډۍ پېسې نه لرلې. د ده په وینا ، افغان لوبغاړي د پېسو لپاره نه بلکې د افغانستان لپاره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG