د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال هم په کراچۍ کې تودې څپې راتللی شي


کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال هم تودو څپو ګڼ خلک وژلي ول.
کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال هم تودو څپو ګڼ خلک وژلي ول.

د پاکستان موسمياتو محکمې مشر غلام رسول وايي چې دوي هم د مطبوعاتو له لارې د ولس خبرتيا لپاره کمپاين پیلوي چې تر تودو څپو وړاندې د ژغورنې په طريقو خبر کړل شي.

د کراچۍ ښار د صحت د محکمې چارواکو ويلي چې روان کال به هم په ښار کې تودې څپې لکه د ۲۰۱۵م په رنګ وي په کوم کې چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو. د چارواکو په وينا چې ټول روغتونونه بايد د کوم غېرمعمولي صورتحال لپاره تياريانې وکړي.

بل اړخ ته د ښار تر ټولو لوی سرکاري روغتون جناح هسپتال چارواکي وايي چې هغوي ټول انتظامات کړي دي او د صحت د محکمې د چارواکو له خوا د جاري شوي خط وروستو د بېړني حالاتو لپاره تيار دي.

د صحت د محکمې له خوا د ښار جناح روغتون، سول هسپتال، او د عباسي شهيد روغتون پشمول يو شمېر روغتونونو ته په لېږل شوي خط کې ويل شوي چې په روغتونونو کې دې د تودو څپو وهلو لپاره د بيړني طبي امداد ورکولو مرکزونه جوړ کړ ي شي او د دې مريضانو لپاره دې بيل کټونه مختص کړی شي.

د ښار د جناح روغتون د حادثاتو د څانګې مشرې ډاکټر سيمي جمالي د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې دوي د چارواکو د دې خط وروستو ټول انتظامات کړي دي.

''بالکل موږ ټول انتظامات کړي دي، ايمرجنسي هم د دې حالاتو لپاره تياره کړی شوې ده، ميډيکل وارډ ته مو هم دغه خبرتيا ورکړې ده، ټولو ته معلومه ده چې مونږ په دې اړه د خلکو د خبرولو لپاره د يو کاغذ د لارې معلومات ورکوو او د روزانه په بنياد هم امر جاري کېږي. زمونږ تياري پوره ده خو الله به خېر کړي دوه کاله وړاندې هم داسې حالات تېر شوي دا وار به هم تېر شي.''

بل اړخ ته د پاکستان د موسمياتو د محکمې مشر غلام رسول وايي چې دوي هم د مطبوعاتو د لارې د ولس د خبرتيا لپاره کمپاين پېلوي چې داسې د ګرمۍ د څپو راتلو نه وړاندې خلک د دې نه د بچ کېدو په طريقو خبر کړی شي.

له مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې دا ځل ګرمي په اپرېل کې هم زياته ده نو ځکه ضرورت د دې خبرې دی چې خلک خبر کړی شي.

''د کراچۍ ښار د مشرانو سره په شريکه به د تودو څپو پرضد يو کمپاين چلوو په کوم کې چې به د موسمياتو د محکمې ترڅنګ د بجلۍ محکمه کے الېکټرک، اېن ډي اېم ای يا د قدرتي افاتو سره د مبارزې مرکزي او صوبايي څانګه پي ډي اېم ای هم ګډون کوي.''

د ذکر ده چې په ۲۰۱۵م د جون جولايۍ په مياشتو کې په کراچۍ ښار تودې څپې راغلې وې او د تودوښې لوړه درجه ۵۰ ډګري سينټي ګرېډ ته رسېدلې وه د کوم له کبله چې د بيلا بيلو راپورونو ترمخه د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG