د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرایوران: دلته هم ځورول کېږو هلته هم تنګول کېږو


که څه هم یوه خوا د افغانستان د ټرکونو ډرایوران وايي چې په پاکستان کې يې پولیس ځوروي نو بل پلو د پاکستان د ټرکونو ډرایوران هم دا ګیله کوي چې د افغانستان پولیس ورسره ښه رویه نه ساتي.

له افغانستانه پاکستان ته راغلي د ټرک ډرایوران وايې چې په پنجاب کې يې پولیس ډېر ځوروي او د پاسپورټ او سفري کاغذونو د لرلو باوجود يې هم په تاڼو کې بندوي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د افغانستان د لوګر ولایتیو ډرایورملنګ جان افغانيوویل چې دوی هغه بله ورځ له خپل هېواده د پنجاب لاهور ته سامان راوړو چې په کامونکي سیمه کې پولیسو ونیول او د دوی دوه ملګري محمد نبي او سمیع الحق يې په تاڼه کې بند کړل ، ده وویل چې دوی چې کله د پاکستان پولیسو ته پاسپورټ ورښکاره کړي نو وايي ورته دا نه چلېږي او دا چې د دوی ټرکونه د پاکستان څخه راجسټرډ دي نو چې دوی يې چلوي نو پولیس يې نیسې.

د نوموړي په وینا چې دوی دوانړو هېوادونوته ګټه ورکوي او تجارتيې زیاتوي باید چې حکومتونه يې مرستې وکړي.

هم دا شان د مردان سره تعلق لرونکي د ټرک یو ډرایور سردراز وویل چې د دوی سره په افغانستان کې پولیس ښه رویه نه ساتي او هر وخت يې تنګوي.

د نوموړي پر وینا چې په کونړ سړک يې پولېس ډېر تنګوي او په زرګونو روپئ ترې اخلي او بیا يې خوشي کوي یو څه وخت وړاندې يې دوه درې ملګري ډرایوران پولیسو ونیول او بیا يې ورته په کونړ سیند کې غوپې ورکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د افغاستان د پولسو افسران ډېر ښه خلک دي خو په لانديني کچه چې کوم پولیس دي هغوی يې تنګوي باید چې د دوانړو خواو پولیس دا رویه پرېږدي.

په دې روستیو کې په دې مسله باندې د پاکستان افغانستان چېمبر اف کامرس چارواکو اواز راپورته کړې وو او حکومت سره يې د دې مسلې په مخ نېوي خبرې کړې وې.

مشال راډیو چې په پېښور کې د یاد چېمبر یو چارواکي ضیاالحق سرحدي سره خبرې وکړې نو هغه وویل چې د دې مسلې د حل لپاره دوی لد متعلقه چارواکو سره خبرې کړي خو د دې سره سره ډرایورانو له هم پکار دي چې بغیر له سرکاري کاغذونو او اجازت نامېد یو بل ملک ته لاړ نه شي.

د ذکر ده د پاکستان د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير او د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک د تیرکال د اپريل په څوارلسمه نېټه له يو پلاوي سره کابل ته سفر کړی و او له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو سره په ملاقات کې یې د پاکستان او افغانستان ترمينځه د تجارتي اړيکو زياتولو په اړه خبرې کړې وې او په دې موقه دوانړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې خپلمینځی تجارت به ۵ بیلیونه ډالره ته رسوو.

XS
SM
MD
LG