د لاسرسي ځای

تازه خبر

سر شمېرنه کې د بهرمېشتو پاکستانیانو ونډه


پاکستان کې سر شمېرنه روانه ده.
پاکستان کې سر شمېرنه روانه ده.

د خيبر پښتونخوا سنير وزيرعنايت الله خان څو ورځې وړاندې غوښتنه کړې وه چې په بهرهېوادونو کې د صوبې او فاټا ميشت کسان دې د سرشمېرنې برخه و ګرځول شي.

د شنبې په ورځ د عوامي نېشنل ګوند جنرل سيکټري ميا افتخار حسين هم ورته غوښتنه وکړه.

عنايت الله خان وېره ښودلې وه چې که بهر ميشتي کسان په سرشمېرنه کې حساب نه کړل شول نو دده په وينا له دې سره به د هېواد په کچه د وسايلو په ویش کې د خيبر پښتونخوا ونډه کمه شي.

که بهر ميشتي کسان په سرشمېرنه کې حساب نه کړل شول نو د وسايلو په ویش کې به د خيبر پښتونخوا ونډه کمه شي.
د پښتونخوا سینیر وزیر عنایت الله

نوموړي زياته کړې وه چې د فاټا د نفوسو پنځه او د خيبر پښتونخوا ۲۶ فيصده خلک په بهر په تېره بيا په خليج هېوادونو کې ژوند کوي.

په اسلام کې د اقتصادي چارو خبريال مبارک زيب د خيبر پښتونخوا د سياستوالانو له دې خبرې سره اتفاق کوي.

دده په وينا په پاکستان کې وسايل د نفوسو پر سر په څلورو صوبو کې وېشل کېږي او دا چې د خيبر پښتونخوا او فاټا لوی شمېر خلک چې د کار لپاره په بهر هېوادونو کې دې په سرشمېرنه کې حساب نه شي نو ددې به د صوبې پر برخه ناوړه اغيز وشي.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خزانې، محصولاتو، معاشي چارو، شمارياتو او نجکارۍ کمېټۍ غړی نويد قمر بيا وايي چې د سرشمېرنې اصلي هدف په هېواد کې دننه د خلکو شمېر مالومول او پراساس يې هغو سيمو ته سهولتونه ورکول دي.

بهر ميشتو پاکستانيانو ته د ووټ يا رايي حق بايد ورکړل شي خو دوی په سرشمېرنه کې شاملول ناممکنه کار دی.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی نوید قمر

دده په خبره ان په روانه سرشمېرنه کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې ددې هېواد ښاریان نه دي هم شمېرل کېږي دا ځکه چې هغو سيمو ته سکولونه، سړکونو او نورې اسانتياوي د خلکو د شمېر په حساب ورکړل شي.

نويد قمر وايي، بهر ميشتو پاکستانيانو ته د ووټ يا رايي حق بايد ورکړل شي خو دا چې دوی په سرشمېرنه کې شامل کړل شي دده په فکر يو ناممکنه کار دی.

خپله د سرشمېرنې کمېشنر حبيب الله خټک هم څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته ويلي وو ، دوی فيصله کړېده چې په بهرهېوادونو کې مېشت پاکستانيان به په سرشمېرنه کې نه حسابوي.

XS
SM
MD
LG