د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي افغان سفیر ته د ټینګ سرحدي نظام خبره کړې


د پاکستان خارجه دفتر په خپل يو بيان کې وايي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال سره ملاقات د لیدو مهال طارق فاطمي وويل چې ترهګري يو ګډ خطر دی چې د وهلو لپاره یې د دواړه هېوادونو مرسته پکار ده.

نوموړي په پوله د ترهګرو د تک راتګ مخنيوي لپاره د ټینګ سرحدي انتظام په ضرورت زور راوړو او وويل چې د سیاسی خبرو اترو له لارې په يوه نتيجه رسېدل د افغان شخړې يو ښه حل دی.

په دغه موقعه د افغان سفیر حضرت عمر زاخيلوال وينا وه چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه شريكو چیلنجونو او خطرو مخنيوي لپاره ګټورو ادارہ جاتي رابطو ضرورت دی.

دې ترڅنګه د افغانستان ژورنالستانو څوارلس (۱۴) کسيزه پلاوې چې په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په بلنه د اسلام اباد په سفر دی د ګل ورځ د وزيراعظم خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز او د سيفران وزير عبد القادر بلوڅ سره ليدلي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې يو چارواکی اختر منير وايي د لیدو پرمهال سرتاج عزيز افغان پلاوی په افغانستان کې د امن، کراري، بيا ودانۍ او ترقۍ په برخه کې له پاکستانیو هڅو خبر کړ. د دې ترڅنګ یې د پاکستان لخوا په افغانستان کې جوړ کړل شويو هسپتالونو او پوهنتونونو په باب هم خبرې شوې دي.

د نوموړي په وينا چې پلاوي د سيفران وزير عبدالقادر بلوڅ سره هم ملاقات وکړو او نوموړي افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو او د هغوي لپاره په دې نزدې وخت کې د پاکستان د کابېنې لخوا له جوړ کړل شوي پالېسۍ خبر کړل.

د ذکر ده چې د افغانستان د پارلمان د مدني ټولنې او د خبريالانو يو پلاوې تيره اونۍ هم اسلام اباد ته ورغلي ول چې مقصد يې د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات ښه کول او د ولسونو ترمينځه رابطې زياتول دي.

خو خبريال او افغان چارو نطر لرونکې طاهر خان وايي چې د تير څه وخت راهسې د دواړو ملکونو ترمينځه په حکومتي کچ خو خبرې اترې ډېرې کمې کېږي نو دا قسمه سفرونه پکار دي.

د يادونې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د تېر کال له جون میاشتې راهسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوې دي.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لاره د تلونکیو راتلونکیو لپاره د قانوني اسنادو شرط کښېښود.

خو د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې له هغه وروسته لا پسې خرابې شوې چې پاکستان د فرورۍ پر ۱۶مه نېټه د تورخم او چمن لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې خو يوه مياشت ورستو يې دغه لارې بيا خلاصې کړې.

XS
SM
MD
LG