د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانۍ سترې محکمې د افغان کډوالو پاتې کېدو غوښتنه


اسلام اباد - په پاکستان کې یوه وکیل او د بشري حقونو فعال په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کېدو مودې غځولو لپاره سترې محکمې ته غوښتنلیک دایر کړی.

قانون پوه ذوالفقار احمد بوټه په خپل غوښتنلیک یا درخواست کې لیکلي، په پاکستان کې د لویو کاروبارونو او ځمکو لرونکي افغان کډوال دې سمدستي نه ایستل کېږي او ورته دې له دوو تر پینځو کلونو پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

بوټه په غوښتنیلک کې له سترې محکمې غوښتنه کړې چې نورو افغان کډوالو ته دې هم د ستنېدو لپاره یو کال ورکړل شي.

بوټه د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د ځېنو بانفوذه یا بااثره کسانو له کبله افغان کډوال ځورول کېږي چې له کبله یې لوی افغان کاروباریان په تاوان د خپلو کاروبارونو خرڅولو ته اړ شوي دي.

ده وویل، دا یوازې د افغان کډوالو او کاروباریانو تاوان نه دی بلکې د دې کاروبارونو له تړل کېدو سره د پاکستان خلکو ته هم تاوان رسي.

((هر کس چې کاروبار پیل کړي او بیا یې یو دم تړي نو له دې سره بې کاري یا بېروزګاري زیاتېږي. یوازې افغانان نه بلکې پاکستان هم له دې متاثره کېږي. نو ځکه ما په غوښتنلیک کې ویلي چې چا دلته زیار ایستلی او له دوه کروړه روپیو څخه زیاته پانګونه یې کړې او خپل کاروبار لري نو هغوی ته پینځه کاله او داسې خلک چې له یو کروړ روپیو څخه د زیات ارزښت ځمکه لري هغوی ته دې تر دوو کلونو [په پاکستان کې] د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي چې ورو، ورو دا خلک خپل کاروبارونه غونډ کړي. نورو کډوالو ته دې د پاتې کېدو لپاره یو کال وخت ورکړل شي ځکه چې زما له معلوماتو سره سم، په دوی کې داسې بې وزله خلک هم شته چې تر پېښوره د رسېدو پیسې هم نه لري.))

دوی نه پوهېږي چې د دې اقداماتو له کبله په هغوی کې د پاکستان ضد کرکه پیدا کېږي.
ذوالفقار احمد بوټه

بوټه وویل، له داسې اقداماتو سره به افغان کډوال له پاکستانه کرکې ته اړ شي:

((افغانستان موږ ته یو خوږ او ملګری هېواد دی، موږ د ورورولۍ رښته لرو نو دا ممکنه نه ده چې دواړه هېوادونه دې له یو بل سره وجنګېږي. په یو کور کې هم د دوو وروڼو جنګ کېدای شي، خو تر دې زیات باید هېڅ نه وي. د پاکستان حکومت هم ویلي چې له کډوالو سره به نرم چلند کوي. خو د یو څو بااثره خلکو له کبله دوی ځورول کېږي. دوی نه پوهېږي چې د دې وړو، وړو خبرو او اقداماتو له کبله په هغوی کې د پاکستان ضد کرکه پیدا کېږي. د دې خلکو لپاره پاکستان ۴۰ کاله قربانۍ ورکړې دي.))

هلته په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو چارو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاندې دنیا اسلم خان مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان وفاقي حکومت ورته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کېدو مودې غځولو په اړه څه نه دي ویلي.

دې زیاته کړه چې یو اېن اېچ سي ار له راجسټر شویو کډوالو سره مرستې کوي.

د وکیل ذوالفقار احمد بوټه په غوښتنلیک کې ویل شوي چې د کډوالو مسله نړیواله هغه وي او بله دا چې د پاکستان اساسي قانون یا ایین په ۴۰مه ماده کې ټینګار شوی چې له اسلامي هېوادونو سره باید اړیکي پراخه شي. همدا لامل دی چې ستره محکمه دې د افغان کډوالو په اړه د اساسي قانون د بشري حقونو له مادو سره سم، اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG