د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: وسله والو ته د یو ارب روپیو مالي سرچینې کنګل


په کوټه کې تر برید وروسته وزیراعظم د ترهګرۍ ضد لا نورو اقداماتو کولو اعلان وکړ
په کوټه کې تر برید وروسته وزیراعظم د ترهګرۍ ضد لا نورو اقداماتو کولو اعلان وکړ

اسلام اباد - د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) سېنېټر عبدالقیوم وايي، د ترهګرۍ ضد تګلارې (نیشنل اېشن پلان) په سلسله کې وفاقي حکومت د مدرسو رجسټرېشن پیل کړی، ۱۸۲ مدرسې یې بندې کړې، د وسله والو شاوخوا د یو ارب (میلیارد) روپیو مالي سرچینې کنګل کړل شوې او د موبایل ټېلېفونونو شاوخوا نهه کروړه سېمونه بند کړل شوي دي.

د ګل پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، له دې تګلارې سره سم یې په کراچۍ کې عملیات وکړل او د وسله والو فعالیتونه یې محدود کړل.

سېنېټر قیوم وویل، لا هم ډېر کار پاتې دی او د نیشنل اېکشن پلان پر یو شمېر نکاتو د بشپړ عمل کولو اړتیا ده.

نوموړي دا خبرې پر داسې وخت وکړې چې د دوشنبې پر ورځ پر نیشنل اېکشن پلان د عمل او د دې موثریت زیاتولو په موخه د همغږۍ کمېټۍ لومړۍ غونډه وه.

د اګست پر اتمه په کوټه کې تر ځانمرګي برید وروسته وزیراعظم نواز شریف د دې کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد د تګلارې چارو څار کوي. په دې کمېټۍ کې د وفاق او صوبو پر سطحې د ملکي چارواکو ترڅنګ امنیتي چارواکي هم شامل دي.

سېنېټر قیوم وویل، په دې غونډه کې د همغږۍ زیاتولو، استخباراتي معلوماتو شریکولو او د بریدونو مخنیوي پر لارو چارو خبرې شوې دي.

ده زیاته کړه، د غونډې په اېجنډا کې د ترهګرۍ ضد ادارې (نیکټا) کارکردګۍ جاج هم شامل وو.

د دې غونډې مشري د ملي امنیتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار او پخواني جنرال ناصر خان جنجوعه کړې چې پکې یو شمېر ملکي، امنیتي او استخباراتي چارواکو ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG