د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن - بولدک لار تړلې، سوداګرانو ته زیان اوښتی


کوټه - د بلوچستان په چمن کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي چارواکو ترمنځ د دوستۍ دروازې پرانیستو په اړه خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي او ور د یکشنبې پر ورځ هم تړلی دی.

دا څلورمه ورځ ده چې دا دروازه بنده ده.

د شنبې پر ورځ په چمن کې سرحدي ځواکونو په یوه بیان کې وویل،په خبرو کې له افغانستانه ډګروال عبدالعلي او له پاکستانه کرنل جهانزېب برخه اخیستې. څو ورځې مخکې په سپین بولدک کې افغان مظاهره کوونکو د باب دوستۍ پر نوم پر وره کاڼي وورول او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه.

د دې پېښې په غبرګون پاکستان په چمن کې دا ور بند کړ.

هلته د سیمې سوداګران وايي، د ور تړلو له کبله ورته لوی زیانونه ور په برخه شوي دي.

د چمن سوداګرانو ټولنې مشر انجینر داود اڅکزي مشال راډیو ته وویل، ((له افغانستانه په سلګونه موټر خټکي او انګور راځي)) خو د دروازې تړل کېدو له کبله انګور ټول خراب شوي دي او خټکي هم د خرابېدو په حال کې دي.

اڅکزي زیاته کړه چې حکومتونو ته په کار دي چې ((اقتصادي مسلې له سیاسي هغو)) جلا کړي.

ده غوښتنه وکړه چې د سوداګرانو تاوان مخنیوي لپاره دې ور ژر تر ژره خلاص کړل شي.

XS
SM
MD
LG