د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن – بولدک لار په شپږمه ورځ هم تړل شوې


پاکستاني چارواکي غواړي چې په کندهار کې مېشت پنجابیان ونه اېستل شي او د بولدک پر دروازه دې د رسمي پولې غوندې مراسم هره ورځ تر سره شي. بل دا چې افغان چارواکي دي د تل لپاره په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد د هر راز کړنو مخه ونیسي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پوله نن په شپږمه ورځ هم تړلې ده. د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.

د افغانستان په جنوب کې د دې هیواد د بهرنیو چارو استازي شاه محمد نن مشال راډیو ته وویل، پاکستانیو چارواکو د دې لارې د بیرته پرانستلو لپاره داسې شرایط ورته وړاندې چې د ده په وینا ، له ښه ګاونډیتوب سره سمون نه خوري.

شاه محمد وویل ، پاکستاني چارواکي غواړي چې په کندهار کې مېشت پنجابیان ونه اېستل شي او د بولدک پر دروازه دې د رسمي پولې غوندې مراسم هره ورځ تر سره شي. په شرطونو کې دا هم راغلي چې افغان چارواکي دي د تل لپاره په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد د هر راز کړنو مخه ونیسي.

د پاکستان له خوا تر اوسه د افغان چارواکو د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ افغان مظاهره کوونکو پر دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه. له هغې ورځې راهیسې د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو غونډې کړې دي چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د چمن او سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره پورې خلک تګ راتګ کوي چې پکې یې زیاتره سوداګران دي. خو ورسره، له کندهار، هېلمند او نورو ولایتونو څخه سلګونه خلک د درملنې په موخه له وره اوړي او کوټې او کراچۍ ته ځي.

XS
SM
MD
LG