د پاکستان پوځ مشر په یو داسې وخت کې د امريکا له سفير سره ملاقات کړی دی چې د تېر خالي په ورځ د امريکا بې پلوټه الوتکې په بلوچستان کې د افغانستان طالبانو امير ملا اختر منصور په نښه کړ.
وسله والو طالبانو نن په لومړي ځل تاييد کړه چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت وايي، دا ځل به د رویت هلال کمیټۍ غونډه په پېښور کې وشي، څو په ټول پاکستان کې خلک په یوه ورځ روژه ونیسي.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي د شنبې يا خالي په ورځ په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د امريکا ډرون حمله د پاکستان د خودمختارۍ سرغړونه وه او امريکا يې تر کولو وروسته دی خبر کړ.
د کويټې يو دولتي روغتون ته د دوو کسانو مړي راوړل شوي چې ويل کيږي يو يې ملا اختر محمد منصور او بل د محمد اعظم په نامه يو سړی دی. د دوی مړي له روغتونه نامعلومو کسانو نامعلومې خوا ته وړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا په یو ټویټر پیغام کې وویل، ددې ګام مقصد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کول او پر پوله همکارۍ ته نوره وده ورکول دي
د پښتونخوا د مدني ټولنو شبکه وايي چې مرکزي حکومت د فارن کنټريبيوشن بل په نوم يو داسې قانون راولي چې ترمخه به يې مدني ټولنې او غيرسرکاري تنظيمونو ته د مرستندويه ادارو له خوا مرستې ورکولو لړ کې يو شمېر ستونزې رامخي ته شي.
د پاکستان پر خلوص یا ریښتینولۍ شک نشي کېدای. موږ بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کړې ده او په بیا بیا مو ویلي چې په دې ترځ کې د پاکستان هڅو ته په شک کتل سم کار نه دی.
د قانوني چارو وزیر زاهد حامد قامي اسمبلۍ ته د ۱۶ کسیزه کمېټۍ جوړولو وړاندیز وکړ خو اپوزیشن وویل چې د مې پر ۱۸مه د ۱۲ کسیزه کمېټۍ پر جوړولو سلا شوې وه نو هم هغه کار باید وشي.
د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثنا الله له بي بي سي سره د هغو ډلو خلاف د عملياتو نه کولو خبره کړې دي چې د نوموړي په وينا رياست پخپله د هغو ډلو په معاملاتو کې ښکېل وو.
د پاکستان او امریکا تر منځ د خوندیتوب او ستراتیژیک استحکام په اړه اتمه غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو په دفتر کې وشوه.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره کېږي.
نور وښیئ