د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رویت هلال کمیټۍ غونډه به دا ځل پېښور کې وشي


د پاکستان مرکزي حکومت وايي، دا ځل به د رویت هلال کمیټۍ غونډه په پېښور کې وشي، څو په ټول پاکستان کې خلک په یوه ورځ روژه ونیسي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وايي دوی د روژې او اخترونو په موقع د خلکو ترمنځ د اختلاف د کمولو او په یو ورځ د ټول ملک د خلکو د روژې او اختر لپاره دا ګام پورته کړی دی.

د نوموړي وزارت یو چارواکي مشال راډیو ته ووېل چې په دې لړ کې د مذهبي چارو د وفاقي وزیر سردار محمد یوسف په مشرۍ کې غونډه کې وېل شوې چې دوی به په دې لړ کې د پېښور د قاسم علي خان جماعت خطیب مفتي شهاب الدین پوپلزي او نورو عالمانو سره ملاقات کوي او د دې مسئلې د حل لپاره به ورسره کړن لاره ټاکي.

خو د خېبرپښتونخوا د مذهبي چارو صوبايي وزیر حبیب الرحمان مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل:

« په دې لړ کې نن د ګل په ورځ ما د عالمانو یوه غونډه رابللې وه خو د دې مسئلې حل دا نه دی چې په پېښور کې دې د رویت هلال کمېټۍ غونډه وشي موږ باید کوشش وکړو چې په ټول ملک کې په یو ورځ اختر وي او په یوه ورځ روژه وي نو په دې لړکې به موږ له مرکزي رویت هلال کمېټۍ سره مرسته کوو چې دا مسئله حل شي.»

په پاکستان کې د دوو روژو او اخترونو لمانځلو د مسئلې په اړه د مذهبي چارو تجزیه کار او مفتي فضل منان عابد وايي:

« د اسلام پیغمبر ص فرمایلي چې په مشرق کې چا ګواهي وکړه نو مغرب والا به يي قبلوي او که مغرب والا ګواهي وکړه نو مشرق والا به يي قبلوي نو موږ ټول مسلمانان یو او خانه کعبه زموږ د عبادت مرکز دی او هغه طرفته موږ مخ کوو او توجه کوو نو پکار هم داده چې څنګه سعودي اعلان وکړي چې د هغوی سره زموږ اختر هم وي او روژ‎ه هم وي.زه د پاکستان علما کرامو ته دا خواست کوم چې تاسو د سعودي سره اختر او روژه کوئ نو په دې کې زموږ د مسلمانانو د مېنې او اتحاد او یو والي یو دعوت دی چې په یوه ورځ موږه اختر او روژه کوو. »

مشال راډیو چې په دې مسله باندې د مرکزي رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان سره د خبرو کوشش وکړو نو هغه په دې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه

یاده دې وي چې له یوې مودې راهسې په پاکستان کې دوه دوه اخترونه او روژې مانځل کېږي او وفاقي حکومت هر ځل کوشش کوي چې دا مسئله هواره شي.

XS
SM
MD
LG