د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: ډرون بریدونه د پاکستان او امریکا اړيکې اغیزمنوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي دي چې په پاکستان کې ډرون بریدونه د پاکستان او امریکا اړیکې اغیزمنولې شي.

د چارشنبې په ورځ د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپانه کې ویلي دي چې د پوځ مشر د نهې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډیوډ هیل سره ولیدل او په بلوچستان کې د شوي ډرون برید په معامله يې ورسره خبرې وکړی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پوځ مشر له امریکايي سفیر سره د ملاقات په وخت ویلي چې ډرون بریدونه د پاکستان د سلامتۍ او خپلواکۍ پر ضد دي او له دې سره د دواړو هېوادونو په اړیکو اثر پریوتې شي.

د پاکستان پوځ مشر په یو داسې وخت کې د امريکا له سفير سره ملاقات کړی دی چې د تېر خالي په ورځ د امريکا بې پلوټه الوتکې په بلوچستان کې د افغانستان طالبانو امير ملا اختر منصور په نښه کړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د نوې رهبرۍ له اعلان سره سم له دې ډلې وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د سولې عالي شورا دا غوښتنه د چارشنبې په ورځ وروسته له هغه کړې ده چې طالبانو د خپل مشر ملا اخترمنصور مړینه تایید او د مولوي هبت الله د ټاکلو اعلان وکړ.

د شورا مرستیال عطاء الرحمان سلیم نن د مشال راډیو د خبرو په وخت وویل.

افغان حکومت ویلي د طالبانو په رهبرۍ کې بدلون دوی ته مهمه نه دی او د دې ډلې په وړاندې خپله ټاکلې پالیسي مخته وړي.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په طالبانو غږ کړی چې د سولې له پروسې سره دې یوځای شي.

XS
SM
MD
LG