د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد وايي، د افغانستان په ناکرارۍ کې ګټه نه ويني


په اپرېل کې په کابل کې ځانمرګي او وسله وال برید له ۶۵ زیات کسان وژلي او سلګونه ژوبل کړي ول.
په اپرېل کې په کابل کې ځانمرګي او وسله وال برید له ۶۵ زیات کسان وژلي او سلګونه ژوبل کړي ول.

اسلام اباد - پاکستان وايي، بې له توپیره د وسله والو ډلو ضد کارروايي کوي نو ځکه یې پر خلوص او ریښتینولۍ یې شک کول نه دي په کار.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ اوونیزي خبري غونډې ته په وینا کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس زکریا وویل، د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده او دا چې اسلام اباد د افغانستان په ناکرارۍ کې هېڅ ګټه نه ويني.

((د پاکستان پر خلوص یا ریښتینولۍ شک نشي کېدای. موږ بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کړې ده او په بیا بیا مو ویلي چې په دې ترځ کې د پاکستان هڅو ته په شک کتل سم کار نه دی. بله دا چې داسې خبرې، هغه څوک پیاوړي کوي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي. موږ په بیا بیا دا ویلي چې هغه څوک چې داسې بیانونه ورکوي، باید له دې ډډه وکړي.))

په وروستیو کې افغان حکومت پر پاکستان غږ کړی وو چې د وسله والو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي او د طالبانو مشران دې له کابل سره د خبرو مېز ته ورولي.

افغانستان تور پورې کړی وو چې په اپرېل کې په کابل کې د حقاني شبکې وسله والو برید کړی وو. هغه مهال افغان ولسمشر اشرف غني د هېواد پارلېمان ته په وینا کې ویلي ول چې اسلام اباد دې له خپلې ژمنې سره سم، د وسله والو ضد پوځي عملیات وکړي.

په اسلام اباد کې خبریال هارون رشید وايي، پاکستان هڅه کوي داسې لار پیدا کړي چې د حقاني شبکې په اړه فشار کم شي:

((تر درو میاشتو دوی انتظار وکړ چې طالبان به خبرو ته تیار شي او د [روغې بهیر] به شروع شي. خو هغه ممکن نه شو. د امریکا او افغانستان له لوري فشار دی چې [اسلام اباد] دې د حقاني شبکې خلاف څه وکړي. پر پاکستان دا فشار پخوا هم وو او اوس هم ورباندې شته. پاکستان یو مهم ملک دی او پر خپلو پالیسیو پوهېږي نو هرو مرو به داسې څه لار باسي چې له دې فشاره خلاص شي.))

د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمایي کې چې پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو هغه مهال پاکستان ویلي ول چې بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG