د پښتونخوا د مدني ټولنو شبکه وايي چې مرکزي حکومت د فارن کنټريبيوشن بل په نوم يو داسې قانون راولي چې ترمخه به يې مدني ټولنې او غيرسرکاري تنظيمونو ته د مرستندويه ادارو له خوا مرستې ورکولو لړ کې يو شمېر ستونزې رامخي ته شي.
د پاکستان پر خلوص یا ریښتینولۍ شک نشي کېدای. موږ بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کړې ده او په بیا بیا مو ویلي چې په دې ترځ کې د پاکستان هڅو ته په شک کتل سم کار نه دی.
د قانوني چارو وزیر زاهد حامد قامي اسمبلۍ ته د ۱۶ کسیزه کمېټۍ جوړولو وړاندیز وکړ خو اپوزیشن وویل چې د مې پر ۱۸مه د ۱۲ کسیزه کمېټۍ پر جوړولو سلا شوې وه نو هم هغه کار باید وشي.
د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثنا الله له بي بي سي سره د هغو ډلو خلاف د عملياتو نه کولو خبره کړې دي چې د نوموړي په وينا رياست پخپله د هغو ډلو په معاملاتو کې ښکېل وو.
د پاکستان او امریکا تر منځ د خوندیتوب او ستراتیژیک استحکام په اړه اتمه غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو په دفتر کې وشوه.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره کېږي.
افغان حکومت وايي، د افغانستان سولې عمل په اړه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له کېدونکې څلور اړخېزي غونډې دا تمه نلرې چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ویلي ، حکومت یې د پاناما اسنادو د مسلې په اړه بې ځنډه پلټنې غواړي.
پاکستاني چارواکي وایي ، اسلام اباد به د مې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د څلورو اړخیزو خبرو اترو کوربه وي.
د پاکستان د بهرينو چارو مشير سرتاج عزيز د هندوستان په سپر سونک ميزائل تجربه د تشويش څر ګندونه کړېده او ویلي یې دي چي پاکستان به د هندوستان لخوا د ميزائل تجربې شخړه په نړيوال کچ راپورته کوي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د دوشنبې یا ګل پر مازیګر د هغه هېواد قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) ته وینا کوي او هلته به د پاناما اسنادو په اړه د خپلې تګلارې سپیناوی کوي.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان منلې چې په ۱۹۸۳ کال کې په لندن کې د کور اخستلو لپاره بهرنۍ کمپنۍ درلودله.
نور وښیئ