د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزه خبرو پنځمه غونډه پیل شوه

د څلور اړخیزه خبرو د څلورمې غونډې عکس
د څلور اړخیزه خبرو د څلورمې غونډې عکس

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر سره کېږي.

اسلام اباد: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څلور هیوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو نن چارشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو د کېدو پخلی کړی دی خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی وړاندې کړی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال مشال راډیو ته وویل ، دی به په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي.

حضرت عمر زاخیلوال وویل ، طالبان د سولې پر ځای جګړې ته فوقیت ورکوي.

په څلور اړخیزه غونډه کې برخه اخیستونکي هیوادونه چین ، پاکستان ، امریکا او افغانستان د روان کال له پیله هڅه کوي چې د طالبانو استازي د سولې خبرو ته حاظر کړي.

د دې څلور اړخیزو خبرو اترو څلورم غونډه د روان کال په فروري میاشت کې په کابل کې شوې وه او ویل شوي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې نیغ په نیغه خبرې ژر پیل شي.

دا پروسه له هغه وروسته د ځنډ ښکار شوه چې وسله والو طالبانو د پسرلي عملیات پیل کړل او د کابل په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې یې خونړي بریدونه وکړل.

افغان ولسمشر اشرف غني تر هغو بریدونو وروسته پارلمان ته وویل ، دوی نور له پاکستانه دا هیله نه لري چې وسله وال طالبان دې خبرو اترو ته حاظر کړي.

افغان حکومت له هغه وروسته دا اعلان هم وکړ چې د پاکستان پر ضد به خپله دوسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کوي.

افغانستان وايي ، پاکستان دې پر هلته مېشتو طالب مشرانو فشار واچوي چې خبرو ته حاظر شي او که چېري نه حاظریږي نو د هغوی پر ضد دې ګامونه پورته کړي.

پاکستاني چارواکي وايي ، دوی پر طالبانو تر یو څه حده اغېز لري او د هغه له لارې هڅه کوي چې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني.

په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا کار سرتاج عزیز د افغان ولسمشر تر څرګندونو وروسته ویلي وو چې دوی افغان طالبان پر دې نشي مجبوره کولای چې له افغان حکومت سره دې خبرې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG