په اسلام اباد کې د مرکزي سنسر بورډ له چیېرمېن مبشرحسنه وپوښتل نو هغه وویل پر دې فلم د ولس لخوا یو شمېر شکایتونه راغلي وو چې پکې ویل شوي چې په دې فلم کې پښتانه او سندیان په نښه کړل شوي دي او دا چې په دې کې د سیاستدانانو کردارکشي هم شوې، نو دوی د وفاقي حکومت په حکم باندې په دې فلم بندېز ولګوو.